د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو کال پس هم د ناکامورا وژونکي ونه نیول شول


د ننګرهار اوسېدونکي پر حکومت نیوکه کوي، چې د ژمنو سربېره یې هم په تېر یو کال د ناکامورا د قاتلان د موندلو لپاره کوم کوټلی اقدام ونه کړ.
د ننګرهار اوسېدونکي پر حکومت نیوکه کوي، چې د ژمنو سربېره یې هم په تېر یو کال د ناکامورا د قاتلان د موندلو لپاره کوم کوټلی اقدام ونه کړ.

په ننګرهار کې د جاپاني ټبري بشرپال ډاکټر ناکامورا د وژنې یو کاله پوره شو.

کله چې تېر کال د ډېسېمبر په څلورمه نېټه ناڅرګنده وسله والو په جلال اباد کې جاپانی ډاکټر ناکامورا وواژه نو نه یوازې په افغانستان کې، بلکې نړۍ کې یې پراخ غبرګونونه راوپارول.

د پي ایم ایس خیریه بنسټ مشر تیتڅو ناکامورا چې ځايي خلکو کاکا مراد باله کلونه په افغانستان کې تېر کړي وو او د روغتیا، کرنې او اوبو لګولو په برخه کې یې ګڼې پروژې عملي کړې وې.

د ناکامورا له مرګ په وروسته اونیو او میاشتو کې د هغه په یاد غونډې وشوې، مډالونه یې په نوم شول، فلمونه پرې جوړ شول او پر ژوند یې کتابونه ولیکل شول.

خو هغه څه چې نیمګړې پاتې شول هغه د ناکامورا پیل کړې د بیارغونې پروژې وې چې تر اوسه هم نابشپړې پاتې دي.

د ننګرهار اوسېدونکي پر حکومت نیوکه کوي چې د ژمنو سربېره یې هم په تېر یو کال کې د ناکامورا د قاتلانو د موندلو لپاره کوم کوټلی اقدام ونه کړ.

د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی شېرزمان د ناکامورا د وژونکو د نیولو ارمانجن دي.

هغه زياتوي: "هېڅ چا په افغانستان کې دومره خدمت نه دی کړی لکه اکا مراد چې وکړ، دښتې او رغونه یې ټول شنه کړل، خلکو ته یې کار زمینه برابره کړې وه، پارکونه، جوماتونه او مدرسې یې جوړې کړې او دغه حکومت د اکا مراد په قاتلینو ولې سترګې خړې کړي، د اکا مراد قاتلین ولې نه نیسي، له ولسمشر اشرف غني څخه مو غوښتنه ده چې دغه قاتلین ژرترژره ونیول شي."

د تېڅو ناکامورا ژوند ته کتنه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:11 0:00

د جلال اباد ښار اوسېدونکی عصمت الله وایي،کال وشو خو نه د ناکامورا وژونکي په ډاګه شول او نه یې د هغو نیمګړو پاتې پروژو پاڼه چا پاڼه واړوله.

هغه وايي: "يو خو دا چې ولاړ مړ شو، خو چا وویشت؟ خلک چېرته لاړل؟ او څنګه شول؟ دا خبره همداسې مجهوله پاتې شوه،. بله دا چې کومې پروژې چې ده شروع کړې وې، هغه هم نیمګړې پاتې شوې، هغه خلکو ورسره کار کاوه او مزدورکاران او غریبکاره وو، هغوی هم بېکاره شول، څوک یې پوښتنه هم نه کوي، هرڅه همداسې مجهول پاتې دي."

تیتڅو ناکامورا ته د هغه د بیا رغونې کارونو ته په درناوي د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړل شوی و.

ناکامورا نېږدې شل کاله په ننګرهار، کونړ او ځینو نورو ولایتونو کې د روغتیا، اوبو لګولو، باغدارۍ او نور برخو کې لسګونه پروژې عملي کړې.

ډاکتر ناکامورا د ۲۰۱۹ز کال د ډېسېمبر په څلورمه، په جلال اباد ښار کې په ډزو ټپي او وروسته یې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

د افغانستان جاپانی خدايي خدمتګار ووژل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د نوموړي مرګ په افغانستان او جاپان سربېره په نړۍ کې هم پراخ عکس العملونه راوپارول.

له جلال اباده نیولې تر کابل، ټوکیو او نیویارک پورې، یې په یاد خلکو شمعې بلې کړې او دده د درناوي غونډې یې جوړې کړې.

کله چې د افغانستان په ملي بیرغ کې پوښلی د ناکامورا تابوت له کابل څخه ټوکیو ته لېږدېده نو افغان ولسمشر هم اوږه ورکړه، او هغه مهال یې په خپلو څرګندونو کې ژمنه وکړه چې د ناکامورا قاتلین به پیدا کوي او د قانون منګولو ته به یې سپاري.

افغان حکومت همدارنګه د ناکامورا د نیمګړو پروژو د بشپړولو ژمنه هم کړې وه.

دا دواړه ژمنې تر اوسه هم نه دي پوره شوي.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي، د ننګرهار ولایتي اداره له پي ايم ايس PMS موسسې سره په ګډه د ناکامورا د نیمګړو پروژو د تکمیل لپاره د بودجې په موندلو بوخته ده، څو بشپړې یې کړي.

ضیاالحق امرخېل
ضیاالحق امرخېل

هغه زياتوي: "عاملینو پسې یې جدي پلټنې کوو، امیداوار یوو چې پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپارو، او هغه پروژې چې له ناکامورا پاتې وې، PMS او د افغانستان حکومت په ګډه د هغی په تکمیل باندې کار کوي او د هغوی د بودجې په پیداکولو کار کوي نو انشاالله هغه ستر ارمان ته چې ناکامورا ورته کار کاوه، شپه او ورځ هلې ځلې کوو."

د ناکامورا مړی د هغه کورنۍ ته وسپارل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:47 0:00

تیتڅو ناکامورا په پښتو ژبه روانې خبرې کولې، په ۷۳ کلنۍ کې ووژل شو او مړی یې اونۍ وروسته جاپان ته ولېږدول شو .

د جاپان دولت هغه ته له مرګ وروسته دده د بشري فعالیتونو په پار لوړ دولتي نښان ورکړ، هندوستان هم د تېرې جنورۍ په میاشت کې د پدماشري په نوم د هند لوړ ملکي دولتي مډال د ناکامورا په نوم کړ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG