د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان جاپانی خدمتګار له سختو ټپونو ومړ


ارشیف
ارشیف

د ننګرهار چارواکي وايي چې نامعلومه وسله والو په جلال اباد کې د جاپانۍ موسسې پي اېم اېس مشر ډاکټر ناکاموار په موټر برید کړی چې له امله د هغه د ډرایور او ساتوونکو په ګډون پينځه تنه د پېښې په ځای کې ووژل شول.

ډاکټر ناکامورا پکې ټپي شوی و چې باګرام ته د لېږدولو پر مهال يې د ننګرهار په هوايي اډه کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د ننګرهار چارواکي وايي چې ډاکټر ناکامورا نن چارشنبه خپل دفتر ته په لار و چې نامعلومو کسانو پرې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند برید وکړ.

د افغانستان جاپانی خدايي خدمتګار ووژل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل چې د ننګرهار حوزوي روغتون ته د ډاکټر ناکامورا پوښتنې ته ورغلی و، له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د دوی کشفيي ارګانونو تلاش یيل کړی دی.

نوموړي تمه ښودلې چې په پېښه کې ککړ کسان به ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي

ډاکټر کامورا د افغانستان په ختیځ کې د کار پرمهال
ډاکټر کامورا د افغانستان په ختیځ کې د کار پرمهال

میاخېل زیاته کړه چې د ډاکټر کامورا پر وژنه یوازې د ننګرهار اداره نه بلکې ولسونه هم خپه دي. د ده په خبره یو نا اعلان شوی جنګ د افغان ولس پرضد روان دی او هر څوک چې د ابادۍ لپاره کار کوي، د سوکالۍ لپاره کار کوي، هغه تر حملې لاندې راځي.

د ننګرهار والي وویل، ډاکټر کامورا لتښي (کانالونه)اېستل، د دې ولس خدمت کولو، په زرګونو او په لکونو افغان وګړي د هغه له خدمته برخمن شوي دي.

ډاکټر ناکامورا له اوږدو کلونو راهيسې په ننګرهار کې د اوبه خور سیستم

د افغانستان ولسمشر اشرف غني و ډاکټر کامورا ته د خپل هېواد شهریت ورکوي
د افغانستان ولسمشر اشرف غني و ډاکټر کامورا ته د خپل هېواد شهریت ورکوي

جوړولو باندې کار کاوه. هغه په ښېوه ولسوالۍ کې د مروارید په نوم یو سربند جوړ کړی چې په زرګونه هکتاره للمي ځمکې خړوبوي. هغه د کامې ولسوالۍ او بهسودو ولسواليو لپاره هم سربندونه او ډانګې (استنادي دېوالونه) جوړ کړي چې د اوبه خور په سیستم سربېره يې په زرګونه جریبه ځمکه هم د سيند له خطره ساتلې ده.

ډاکټر ناکامورا ته د ښه خدمت په موخه افغان دولت عالي دولتي مډال هم ورکړی او تېر کال ورته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان وګړتوب هم ورکړ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG