د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د کوید-۱۹ تیسټونه زیاتوو: ډاکټر اکرام الله


په پېښور کې د یوه تن له پوزې لمدبل د کوویډ-۱۹ ازموینې لپاره اخیستل کېږي. ۲۰۲۰، ۲ دیسمبر
په پېښور کې د یوه تن له پوزې لمدبل د کوویډ-۱۹ ازموینې لپاره اخیستل کېږي. ۲۰۲۰، ۲ دیسمبر

د خیبر پښتونخوا د صحت محکمه وايي دوی په صوبه او په تېره په پېښور کې د کورونا وایرس تیسټونو پر زیاتولو باندې کار کوي.

د یادې ادارې محکمې مشر ډاکټر اکرام الله د ډسېمبر پر دویمه مشال ریډيو ته وویل، په کوویډ-۱۹ ناروغي هله قابو کېدای شي چې ولس هم ورسره پوره تعاون وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې 'د مثبتو کېسونو شرح پر باندې منحصره وي. لکه که تاسو سره سل ټیسټونه وي او په هغه کې پنځه مثبتې راشي نو دا پنځه فیصده شو. خو که تاسو لس ټيسټونه کړي وي او په هغه کې پنځه مثبت راشي نو دا پنځوس فیصده شرح شوه. نو لږ شان دا سیمپلنګ کم شوی و چې دغه شرح ختلې وه. اوس موږ خپل ټیسټونه زیات کړي دي. چې کوم مثبت کېسونه راځي، دا معلوموو چې هغو کسانو له چا سره رابطې کړې وې. چې پر چا مو شک وي نو د هغوی ټيسټونه مو هم زیات کړي دي. د مثبتو پېښو شرح به ورسره کمه شي نو دا حقیقت دی چې کورونا وایرس په ډېره تېزۍ سره خپرېږي او که خلک احتیاط نه کوي نو دا به هم داسې تیزۍ طرفته روان وي.'

په اسلام اباد کې د کورونا وایرس د مخنیوي قامي ادارې له معلوماتو سره سم د نومبر تر ۲۸مې په پېښور کې د کوویډ -۱۹ ناروغي مثبتو کېسونو تناسب 19.65 فیصده و چې د ټول پاکستان د 7 فیصده پرتله تر بل هر ښاره زیات دی.

د پېښور د لیډي ریډنګ هسپتال پخواني مشر ډاکټر خالد مسود مشال راډيو ته وویل د ښار ولس پر احتیاطي لارښوونو پوره عمل نه کوي نو ځکه دا ناروغي زیاته شوی ده چې ورسره پر هسپتالونو بوج هم زیاتېږي.

''د این سي او سي ایس او پیز ((احتیاطي لارښوونې )) زما او ستاسو د ټولو لپاره یو شان دي. پکار ده چې موږ پر هغو عمل وکړو. خو موږ پر هغو ایس او پیز باندې عمل نه کوو، غونډې کوو، بازارونو ته هم هغه شان ځو، واړه له ځان سره بوځو، د هغې له وجې هم دا وایرس خپرېږي لګیا دې. خلک دا یو ګپ ګڼي. په لیډي ریډنګ هسپتال کې لس ورځې مخکې د کوویډ- ۱۹ لس دولس مریضان وو چې بیګا تر شپې پورې شا او خوا ۷۲ کسان داخل وو. په دې کې شا او خوا ۴۰ مریضان په وینټي لیټرو دي. چې ایس او پیز نه عملي کېږي نو ناروغي به ضرور خپریږي او حکومت به مجبوره شي چې په زوره لاک ډاون ولګوي.''

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په ګډون په نړۍ کې د کورونا وایرس دویمه څپه روانه ده.

د کورونا وایرس په اړه د معلوماتو حکومتي ویب پاڼه وايي په پاکستان کې د ډسمبر تر دویمې د کورونا وایرس کېسونو شمېر تر څلور لکه درې زره اوښتې او تر اوسه ترې تر اته زره زیات کسان مړه شوي دي. خو له کوویډ -۱۹ ناروغۍ تر درې لاکه پنځه څلوېښت زره زیات کسان جوړ شوي هم دي.

په دې کې په خیبر پښتونخوا کې تر اووه څلوېښت زره اووه سوه زیات کسان کورونا وایرس وهلي دي. په پاکستان کې د کورونا وایرس وړومبې کېس د فبرورۍ په پای کې راپورته شوی وو او وړومبې کس ترې د مردان په منګا کلي کې د مارچ پر ۱۸مه مړ شوی و.

طبي ماهرین وايي د کوویډ-۱۹ ناروغي د مخنیوي لپاره ضروري ده چې ولس یې سنجیده واخلي او د حکومت پر احتیاطي لارښوونو سم عمل وکړي چې پکې له یو بل سره لیدله کاته محدودول، لاس په صابن او ګرمو اوبو په بیا بیا مینځل او د ماسک استعمال ډېر ضروري دي.

د کورونا وایرس د مخنیوي په خاطر د نړۍ په اکثره هېوادونو کې لاک ډاون هم لګول شوې چې ورسره د وایرس د خپرېدو تر یوه حده مخنیوې هم شوی دی.

XS
SM
MD
LG