د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا ډریوران: پاکستاني لاس موټرو ته دې هم اسناد ورکړل شي


په پکتیا کې موټر پلورنځیو مالکان هم وايي، د کانتینري موټرو شمیر دومره دی، چې بندول يې ناشوني مالومیږي.
په پکتیا کې موټر پلورنځیو مالکان هم وايي، د کانتینري موټرو شمیر دومره دی، چې بندول يې ناشوني مالومیږي.

له کلونو-کلونو راهیسې په پکتیا، پکتیکا، خوست او د افغانستان په نورو سرحدي ولایتونو کې خلک د کیڼ لاس موټر کاروي، چې مسوولین يې د ټرافیکو د نظم او امنیت پر وړاندې ستونزه ګڼي.

دا موټر چې شمېر يې له لسګونه زره ډېر دی، افغان حکومت ورته کانتینري موټر وايي، خو عام خلک يې د پاکستان د لاس موټر بولي.

په کانتینري موټرو کې د افغانستان د لاس موټر هم شته، چې په دې وروستیو کې افغان حکومت هغو لپاره د اسنادو د جوړولو اجازه ورکړې او عملاً يې د محصول او پلیټ ورکولو بهیر پیل شوی دی.

په پکتیا کې د کانتینري یا د پاکستان د لاس موټر چلوونکي وايي، په دې ځای او نورو سرحدي ولایتونو کې اتیا سلنه همدا موټر دي، که چیرې حکومت ورته کومه قانوني لار جوړوي، دوی يې محصول ته تیار دي.

د پکتیا یادو موټرچلوونکو دا غوښتنې د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه په ګردیز ښار کې مشال راډيو سره شریکې کړې.

د رحمان ګل حیران او عبدالرحمان په نومونو دوه موټر چلوونکو له حکومت وغوښتل چې یادو موټرو ته د تېر ځل په شان د ګرځیدو ۵ کلن اسناد ورکړي.

دوی وایي، افغان حکومت دې، ددې موټرونو د لاس بدلولو لپاره د موټر جوړولو له کومې بهرنۍ کمپني سره قرارداد وکړي.

د هغوی په وینا، په دې کار سره به حکومت هم له ستونزو خلاص شي او خلکو سره به هم دا انديښنه ختمه شي، چې کانتینري موټر بندیږي یا يې حکومت نیسي.

د ګردیز د ښاري اتحادیې استازی قوماندان اول دین هم وايي، په سرحدي سیمو کې له خلکو سره نږدې ټول همدا موټر ورسره دي.

نوموړی زیاتوي، که دا موټر اسناد ولري، یو موټر به ۷-۸ زره ډالر بیه ولري.

اول دین له حکومت غواړي، چې دې موټرو د اسنادو جوړولو لپاره دې یوه لاره جوړه کړي، چې له یوې خوا ورسره د حکومت عواید لوړ شي او بل لوري ته موټر قانوني شي.

په پکتیا کې موټر پلورنځیو مالکان هم وايي، د کانتینري موټرو شمیر دومره دی، چې بندول يې ناشوني مالومیږي.

موټر چلوونکو له حکومت غواړي چې یادو موټرو ته د تېر ځل په شان د ګرځیدو ۵ کلن اسناد ورکړي.
موټر چلوونکو له حکومت غواړي چې یادو موټرو ته د تېر ځل په شان د ګرځیدو ۵ کلن اسناد ورکړي.

دوست محمد چې د سیدکرم ولسوالۍ اوسیدونکی دی او په ګردیز ښار کې د موټرو بارګین لري وايي: "ټولو موټرو ګډ سره خوړلی دی، څه د پاکستان لاس او څه د افغانستان لاس، خو که پلیټ ورکول شي زه يې ښه بولم، ځکه نمبرپلیټ به يې مالوم وي، جنايي پيښې به هم په کې نه کیږي، زموږ د خلکو اقتصاد کمزوری ده، دا نوي موټر دي، هر چا سره یو یا دوه دي او دا افغانستان لاس موټر چې دي، یو کلیلي دوهزار ټوډیان دا خو تر لس زره ډالرو پورې بیه لري او د هر چا وس ورته نه رسیږي."

په ګردیز ښار کې د یو بل موټر پلورنځي مسوول جمال وویل، له هغه وروسته چې د افغانستان لاس موټرو ته د اسنادو ویش پیل شوی، د پاکستان لاس د موټرو اخیستل، خرڅول یو څه لږ شوي دي.

دی زیاتوي، کانتینري موټر خلک د غریبۍ او مزدورۍ لپاره خوښوي، ارزان دي، عوارض نه لري، مصرف يې لږ دی او کار، مزدوري پرې ښه کیږي.


د پکتیا د ټرافیکو لوی مدیر سمونیار شفیق ننګیال مني چې په پکتیا کې زرګونه کانتینري او د پاکستان لاس موټر په مرکز او ولسوالیو کې موجود دي او خلک ورڅخه کار اخلي.

دی وايي، که دا مساله په مسلکي لحاظ وکتل شي، د بل لاس موټر په هر لحاظ خطرناک او ډیری ټرافیکي پيښې هم د غلط لاس له کبله رامنځته کیږي.

شفیق ننګیال وویل، دا چې په دا ډول موټرو کې ډریوران تر لیرې پورې سیمه نشي کتلی، نو که مخته کیږي، که پارکینګ کوي، سپرلی اخلي او که سپرلی ښکته کوي، له خطرونو خالي نه دي.

بل لوري ته د پکتیا والي محمدحلیم فدايي وايي، د افغانستان لاس کانتینري موټرو ته د اسنادو د ورکولو پرېکړه شوې او دوی تمه لري، چې مرکزي حکومت به د پاکستان لاس موټرو د برخلیک په اړه هم وروستۍ تصمیم ونیسي.

XS
SM
MD
LG