د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د خیبر پښتونخوا د کلتوري او لرغونو اثارو ساتنه کې مرسته کوي


د امریکا قونصل خانې د تخت بای لرغونو اثارو خوندیتوب لپاره پیسې ورکړې وې - د ارشیف انځور. 
د امریکا قونصل خانې د تخت بای لرغونو اثارو خوندیتوب لپاره پیسې ورکړې وې - د ارشیف انځور. 

په پېښور کې امریکايي کونسل جنرل ویلي هېواد یې په خیبر پښتونخوا کې د کلتوري ارزښت لرونکو ځایونو ساتنې ته ژمن دی.

ګرېګري مکریس د نومبر پر ۲۸مه د خیبر پښتونخوا د تخت بای لرغونو اثارو ساتنې او محفوظولو پروژې د پای مراسمو ته د ویډیو له لارې وینا وکړه.

پر دې پروژه ۲۳۰،۰۰۰ امریکايي ډالره لګول شوي چې بشري او د اسانتیاوو پیدا کولو سازمان (هافو) ته ورکړل شوې وې.

په پېښور کې امریکايي قونصل خانې د نومبر پر ۲۸مه په بیان کې ویلي چې امریکا دې سازمان ته په دوو پړاوونو کې د مردان د تخت بای د لرغونو اثارو دې پروژې لپاره ټول څلو لاکه ډالر ورکړي.

بیان وايي، سازمان د خیبر پښتونخوا د لرغونو اثارو او لرغنتونونو (میوزییمونو) له حکومتي ادارې سره په ګډه پر پروژې کار کړی.

سازمان د دې پروژې په پړاوونو کې له ۲۰۱۷ز تر ۲۰۱۹ پورې په تخت بای کې د بودا تمدن د خانقاګانو په ګډون د نورو لرغونو ځایونو د ساتنې او بیارغونې کار هم کړی.

بیان زیاتوي، تر دې مخکې هم امریکا د پېښور د مهابت خان جومات او د ګورګټرۍ تحصیل د بیارغونې لپاره مالي مرسته کړې.

XS
SM
MD
LG