د لاسرسي ځای

تازه خبر

په صوابۍ کې د مځکې پر سر شخړه کې اته تنه وژل شوي‌


وړوکی لاهور او یارحسېن د صوابۍ هغه دوه کلي دي چې له یو بل سره پولې لري. هلته له کلونو راهسې د مځکې پر سره دا شخړه روانه ده.
وړوکی لاهور او یارحسېن د صوابۍ هغه دوه کلي دي چې له یو بل سره پولې لري. هلته له کلونو راهسې د مځکې پر سره دا شخړه روانه ده.

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د مځکې پر سر شخړه کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي.

پوليس وايي چې دا پېښه د نومبر پر ۲۸مه مازیګر مهال د صوابۍ په وړوکي‌ لاهور سیمه کې شوې ده.

د صوابۍ د پوليسو وياند لياقت خان د نومبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د کسان د صوابۍ په وړوکي لاهور کلي کې د يوې جرګې پر مهال د دوو ډلو ترمنځ په ډزو کې وژل شوي‌ دي.

لیاقت خان وویل چې ۶ کسان د پېښې پر ځای وژل شوي او دوو نورو په روغتون کې سا ورکړې ده.

ده زیاته کړه چې په وژل شوو کې پنځه د وړوکي لاهور کلي او درې د یارحسېن کلي اوسېدونکي دي.

لیاقت خان وویل چې په جګړه کې د ښکېلو یوې غاړې هم ایف ای ار نه دی کړی خو پولیسو خپل رپورټ درج کړی دی.

د دې رپورټ تر خپرېدو په دې وژنو کې ککو کسان نه دي نیول شوي.

وړوکی لاهور او یارحسېن د صوابۍ هغه دوه کلي دي چې له یو بل سره پولې لري. هلته له کلونو راهسې د مځکې پر سره دا شخړه روانه ده.

XS
SM
MD
LG