د لاسرسي ځای

تازه خبر

قریشي او اتمر د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې


دواړو مشرانو د نایجر په پلازمېنه نیامي کې سره لیدلي دي.
دواړو مشرانو د نایجر په پلازمېنه نیامي کې سره لیدلي دي.

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د نومبر پر ۲۷مه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د غونډې په درشل کې سره ولیدل.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د نومبر پر ۲۷مه په خپل ټوېټر لیکلي چې له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره یې د سولې د راتلونکي پړاو، امنیت، د کډوالو په بېرته ستنېدو او اقتصادي همکاریو خبرې کړي دي.

بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم له حنیف اتمر سره تر لیدنې وروسته په خپل ټوېټر لیکلي چې پاکستان د ټولو لپاره یوه سوکاله راتلونکي په هدف له افغانستان سره د اړیکو پیاوړو کولو ته ژمن دی.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د نومبر پر ۲۷مه خبرپاڼه کې وويل چې په ملاقات کې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې وزيراعظم عمران خان د کابل سفر پرمهال تفاهم ته رسېدلي او د دواړو لورو لخوا خپاره شوي "شريک ویژن" به د دې پروسې پرمخ وړلو کې مرسته وکړي.

په بيان کې ويل شوي چې پاکستان د افغانستان سولې له پروسې سره په هوډ ټینګار وکړ او د بهرنیو چارو وزیر وویل چې پاکستان به د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت پروسه کې اسانتیاوو ته دوام ورکړي.

د پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو په داسې حال کې سره ليدلي چې د نومبر پر ۱۹مه وزيراعظم عمران خان د کابل سفر کړی وو.

عمران خان د سفر پرمهال ويلي ول چې پاکستان به په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو هڅه کوي.

پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو هڅه کوي: عمران خان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:36 0:00

په اسلام اباد کې د سيمه ايز چارو پوه حسن خان د نومبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې افغانستان سره دواړه اخيزه اړيکو ښه کولو کې د پوځ ډېر لاس دی.

ده زياته کړه:"د افغانستان، هند او امريکا سره د اړيکو پاليسي له ۷۰ راهيسې د پوځ په لاس کې ده. په دې پوځ ولسي حکومتونه ته ډېر کم سپيس ورکوي. دا ممکنه نه ده چې پوځ نه وې غوښتي او سياسي اسټبلشمنټ هغه په اړيکو کې دومره مخکې لاړه شي. بلکې زه دا خبره کومه چې اوس پوځ غواړي چې د افغانستان مسله حل کړي. د اوسنیو هلو ځلو له افغانستان سره اړيکو کې د پوځ رول ډېر زيات دي.

د حسن خان په خبره سيمه یيز او نړيوال قوتونه غواړي چې د افغانستان مسله حل کړي او په دې کې د پاکستان په رول کې مثبت بدلون راغلی دی.

خو په کابل کې د سيمه یيزو چارو پوه پروفيسر ودير صافي د نومبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې که چیرې د پاکستان اسټبلېشمنټ وغواړي نو مسله حل کېدای شي.

ودير صافي زياته کړه:کچیرې د پاکستان د پوځ رويه بدله شوې نو بيا په تجارت او د نورو لارو بندولو خبري ولې کېږي؟ د افغان تاجران د دې لارو تړلو له وجې سختو مالې تاوانونو سره مخ شوي دي. نو دا دوستي ده او که دښمني ده؟ د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د لارې ټولې مسلي حل کېدای شي. خو بايد دا خبرې صادقانه او د زړه له اخلاصه وي نه چې د خلکو پام اړولو لپاره وي."

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې به افغان پلاوی له ګډونوالو هېوادونو د افغان سولې او ثبات لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دا ۴۷مه کلنۍ غونډه د نایجر په پلازمېنه نیامي کې روانه ده.

دا غونډه د نومبر پر ۲۷مه پيل شوې وه او د غونډې موضوع د سولې او پرمختګ لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې متحد کېدل دی.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه هر کال کېږي.

په دې سازمان کې ۵۷ غړي هېوادونه شامل دي چې ۴۹ په کې اسلامي هېوادونه دي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په ۱۹۶۹ز کال کې جوړ شوي وو.

XS
SM
MD
LG