د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي برید: د اېف ډبلیو او څلور کارمندان وژل شوي


له شاوخوا دوو کلونو راهیسې په شمالي وزیرستان کې لسګونه هدفي بریدونه شوي دي.
له شاوخوا دوو کلونو راهیسې په شمالي وزیرستان کې لسګونه هدفي بریدونه شوي دي.

د شمالي وزیرستان په میرلي کې د فرنټییر ورکس ارګنایزېشن (اېف ډبلیو او) په نوم د پوځ د انجینرۍ څانګې څلور کارکوونکي په یو هدفي برید کې وژل شوي دي.

چارواکي او ځایي اوسېدونکي وایي، د نومبرې ۲۶مې پېښه پر داسې مهال شوې چې کله دا کسان تر خپل کار وروسته روان ول او د میرلي له څلور لاره چې تېر شول نو وسله والو یې مخه ونیوله او ورباندې یې ډزې وکړې.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع الله ګنډه پور وايي، وسله وال په تېښه کې بریالي شوي دي.

د پولیسو او انتظامیې چارواکي وايي، په وژلیو کې یو د اېبټ اباد، بل د ډېره اسماعیل خان، یو د ګوجرانوالې او یو د شمالي وزیرستان اوسېدونکی وو.

د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا ۱۰ لاکه خلک کډوال شول.

پر ۲۰۱۶ز کال حکومت په سیمه کې د عملیاتو تر پای وروسته زیاتره کډوال ستانه کړل او تر یوې مودې پورې هلته د امنیت وضع ښه وه خو له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې هلته د هدفي وژنو یو شمېر پېښې شوې دي.

د نومبر ۲۶مې له برید سره په ۲۰۲۰ز کال کې، په شمالي وزیرستان کې د هدفي حملو شمېر ۴۲ ته ورسېد.

په ۲۰۱۹ز کال کې په هغه ضلع (ولسوالۍ) کې ۵۱ هدفي بریدونه شوي ول.

له تېرو دوو کلونو راهیسې په هدفي بریدونو کې ځايي مشرانو، سرکاري افسرانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG