د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په پښتني ټولنه کې د مننې ادا کولو بېلا بېلې لارې دي"


په پښتنې ټولنه کې هم د دې ورځې يا دود ځانګړی تاريخ يا څرک نه سترګو کېږي خو له پخوا زمانو څخه خلک يو بل ته د مننې، کورودان، تشکر، شکريه يا مهرباني ټکي کاروي.
په پښتنې ټولنه کې هم د دې ورځې يا دود ځانګړی تاريخ يا څرک نه سترګو کېږي خو له پخوا زمانو څخه خلک يو بل ته د مننې، کورودان، تشکر، شکريه يا مهرباني ټکي کاروي.

په امريکا کې هر کال د نومبر مياشتې پر څلورمه پنجشنبه يا زيارت د مننې ورځ لمانځل کېږي.

د امريکايانو په باور دوی دا ورځ له ۱۵مې پېړۍ راهيسې د خپلو فصلونو د حاصلاتو اخيستلو سره سم لمانځي.

په امريکا کې سږ کال د مننې ورځ د نومبر پر ۲۶مه لمانځل کېږي. په دې ورځ عامه رخصتي وي او د کورنۍ غړي سره يوځای کېږي او ځانګړې خواړه خوري چې فيل مرغ، پټاټې او حلوه کدو يې مهم دي.

د مننې دا ورځ پر امريکا سربېره په کاناډا، برازيل، لايبېريا او ځېنو نورو هېوادونو کې هم په بېلو ورځو لمانځل کېږي.

بلخوا زياتره اروپايي او اسيايي هېوادونه د مننې ځانګړې ورځ نه لرې. په پښتنې ټولنه کې هم د دې ورځې يا دود ځانګړی تاريخ يا څرک نه سترګو کېږي خو له پخوا زمانو څخه خلک يو بل ته د مننې، کورودان، تشکر، شکريه يا مهرباني ټکي کاروي.

په پاکستان کې په روان ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا په وبايي حالاتو کې روغتياپالان د ناروغانو د درملنې پر مهال له ډېرو ستړو او کړاوونو سره مخ شول. دا چې د دوی لخوا د درملنې په غبرګون کې د ناروغانو يا د هغوی د خپلوانو رويه څنګه وي؟

په کوټه کې د فاطمه جناح چېسټ اېنډ جنرل هسپتال د سينې او نري رنځ ناروغيو د څانګې مشر ډاکټر شيرين خان وايي چې په پښتني ټولنه کې د مننې بېلا بېلې لارې دي چې دی يې هره ورځ په خپلو سترګو ويني.

"زموږ سپينسرې او سپينږيري دا وايي چې ستا لپاره مې نفلونه وکړل يا په تهجد کې ستا لپاره راکښېناستو او په لمانځه کې مو دعا درته وکړه يا د قران مجيد ختم مو وکړ. ځينې وايي ستا لپاره مو خيرات وکړ. ځينې خلک بيا له خپلې سيمې د مننې لپاره يوه تحفه راوړي. ځينې پر سر لاس درتېر کړي او پر تندي دې مچ کړي او دعا درته وکړي."

ډاکټر شيرين زياتوي ځېنې وخت چې يو ناروغ جوړ نشي يا د هغه ناروغي ډېره جدي يا د نه رغېدو وي نو بيا يې خپلوان د غصې څرګندونه هم کوي.

اخوا بیا د خيبر پښتونخوا د ځوانو ډاکټرانو د اتحاديې مشر او د پېښور په حيات اباد کې د پښتورګو يا بډوډو د ناروغيو په روغتون کې کارکوونکی ډاکټر رضوان کونډي وايي چې د زياتره ناروغانو رويه مثبت وي خو ځينې ناروغان يا د هغوی خپلوان بيا د مننې پر ځای شکايتونه کوي.

"ځينې وخت موږ له يو ناروغ سره ډېره زياته مرسته وکړو او د هغه ښه علاج وکړو خو د هغه خپلوان بيا داسې خبره وکړي چې د سړي زړه خپه شي. ځينې خلک دا فکر کوي چې په سرکاري روغتون کې هر څه مفت وي او کله چې موږ د دوايانو اخيستلو ورته ووايو نو دوی غصه شي خو بيا هم موږ د هغوی درد احساسوو چې تر کوم حالت تېريږي نو په خندا ځواب ورکړو."

ډاکټر رضوان زياتوي چې د ناروغ يا د هغوی د خپلوانو له خلې د مننې يا شکريې ټکي په اورېدو سره دوی ته د زړه خوشالي او ارام رسېږي او خپل خدمت ته دوام ورکوي.

بلخوا د خيبر پښتونخوا په مومند کې د يو ناروغ ماشوم مور رابعه وايي چې ډاکټران د ولس خدمت کوي نو دوی هر وخت مننه ورڅخه کوي.

"په کورونا [دور] کې د ډېريو سرکاري ډاکټرانو رخصتۍ وې خو هغوی بيا هم په دې دومره ډېره خطره کې خپله ډيوټي وکړه. د دوی شکريه ادا کول پر موږ فرض ده."

د نوموړې په وينا چې کله يې ماشوم زوی له مرګ څخه وژغورل شو نو په ډېرې خوشحالۍ يې د ډاکټر مننه وکړه.

رابعه زياتوي چې د مننې په ويلو ډاکټر ډېر زيات ورڅخه خوشحاله شي او کله چې بيا ورځي نو هغه يې په ورين تندي هرکلی کوي.

سږ کال د کورونا په وبايي حالاتو کې د پاکستان په ځېنو روغتونونو کې د ځېنو ناروغانو خپلوانو ډاکټران او روغتيا پالان وهلي ول چې د دوی په وينا د ناروغانو درملنې ته يې سمدستي او په سمه توګه پاملرنه نه وه کړې خو د پاکستان د ډاکټرانو اتحاديې يو مشر ډاکټر مصطفا وردک بيا وايي چې دوی په ډېرو سختو حالاتو کې هم همېش بې توپيره د ناروغانو درملنه کوي او د هغوی په زغرده روغتيا له زړه خوشحاليږي.

XS
SM
MD
LG