د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې وروستیو ناامنیو ولس اندېښمن کړی  


Pakistan -- Khyber Pass Cops
Pakistan -- Khyber Pass Cops

د خیبر قومي او سیاسي مشران وايي په دا وروستیو کې یوځل بیا په خیبر ضلع کې د بدامنۍ پېښې زیاتې شوې او ولس یې اندېښمن کړي دي.

دوی وايي په تېرو دوو اوونیو کې په جمرود او باړه کې سوداګر، د سیمې مخور کسان او ورسره بیا پخواني خاصه دار چې اوس پولیسو حیثیت ورکړل شوی، هغه هم په نښه کړل شوي دي.

سیاسي فعال جهاد شاه اپرېدي مشال ريډیو ته وايي په دا تېرو څو ورځو کې یوشمېر کسان په هدفي وژنو کې وژل شوي: 'درې ورځې وړاندې په شاکڅ کې یو سوداګر وویشتل شو، دوه ورځې وړاندې وزیر ډنډ کې په دفتر کې دننه شاه نور په نوم یو سوداګر وویشتل شو مړ شو، څو ورځې وړاندې سب انسپکټر ګلاجان اپرېدی هم وویشتل شو، یو خاصه دار مامور خان هم نامالومو کسان وواژه، بس دومره ووايي چې نامالومو موټرسایکل سورو دا تن وویشتو او په تېښته بریالي شول، دا ډېره د افسوس خبره ده، ډېره د ناکامۍ خبره ده، موږ داسې افسران نه غواړو چې له خپلو دفترونو بهر نه وځي او بهر صورتحال نه ځان نه خبروي، پکار ده د سیمې امن وامان بحال کړل شي.'

یو قومي مشر حضرت ولي اپرېدی وايي، 'یو ځل بیا د خیبر خلک ځانونه خوندي نه احساسوي، ورځ تر بلې هدفي وژنې زیاتېږي، په دې تېره لږi موده کې یوازې په جمرود کې څلور پېښې وشوې، له بده مرغه تر اوسه د یوې پېښې ملزم هم و نه نیول شو.'

د خیبر سیاسي ګوندونو اتحادیې مشر مفتي اعجاز وايي: (موږ خیبر سیاسي اتحاد د دسمبر پر شپږمه یوې جرګې تابیا کړې، د خیبر په امن و امان او هدفي وژنو باندې به پکې غور کوو، صوبایي او قومي اسمبلې غړو له به هم پکې بلنه ورکوو، سیاسي ګوندونو مشران او فعالان به هم پکې راغواړو او دا غوښتنه به پکې کوو چې حکومت دې د خکو ځانونه او مالونه خوندي کړي.)

د خیبر ضلعې پولیسو مشر ډي پي او ډاکټر محمد اقبال مشال ریډیو ته په رالیږلي پیغام کې ویلي چې دوي د خیبر ضلع د امن بحالولو لپاره سیکیورټي پلان تیار کړی، د ټولو تاڼو او چوکیو ذمه دارانو ته یې امر کړی چې په هر حال کې به امن بحال ساتي، د ضلع په ټولو چیک پوسټونو باندې د ګاډو او موټرسایکلو سخته تالاشي روانه ده او د پولیسو نفري یې زیاته کړې او په مختلفو ځایونو کې یې ګمارلي دي او ګشتونه یې هم زیات کړي.

دوی دا هم ویلي چې په دا وروستو کې په خیبر کې ځینې پېښې د شخصي دښمنیو په بیناد رامنځ ته شوې.

د خیبر ضلعي پولیسو دغه ګامونه په داسې حال کې پورته کړي چې د سیمې خلکو د امن وامان په صورتحال باندې اندېښنې ښودلې دي.

د خیبر د پولیسو د ریکارډ تر مخه د اکتوبر په ۱۶ نېټه ناڅرګنده وسلوالو د باړې په فرنټیر روډ باندې افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو لپاره پوځي ګاډي وړونکو دوه ټرالرو باندې ‌‌‌ډزې کړې وې او اور یې ورته اچولی وو چې څلور پوځي ګاډي او دوه ټرالر پکې سوځېدلي وو.

د نومبر په ۱۷ مه د جمرود په شاکڅ کې سب انسپکټر ګلا جان اپرېدي پر ګاډي باندې وسلوالو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې نوموړی ووژل شو او ډرایور یې ژوبل دی.

تر اوسه د دغو پیښو ذمه واری چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG