د لاسرسي ځای

تازه خبر

جینوا کنفرانس کې له افغانستان سره د ۶ ملیاردو ډالرو مرستو ژمنې


د جنیوا غونډه
د جنیوا غونډه

نن سې شنبه (د لیندۍ ۴مه) د جنیوا نړیوال کنفرانس په دوهمه او وروستۍ ورځ له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۵ پورې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو اندازه اعلان شوه.

په دغه کنفرانس کې یو شمېر ګډون کوونکو هېوادونو له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د لاندې مرستو اعلان وکړ.

  • اروپايي ټولنې یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالر
  • بریتانیا د کال ۱۵۵ میلیونه پونډه
  • جاپان ۷۲۰ میلیونه ډالره
  • کاناډا د راتلونکو درې کلونو لپاره ۲۷۰ میلیونه ډالره
  • هالند ۲۲۰ میلیونه ډالره
  • ډنمارک د راتلونکو درې کلونو لپاره ۶۴ میلیونه ډالره
  • ناروې ۷۰ میلیونه ډالره
  • استرالیا ۱۴۷ میلیونه ډالره
  • سويډن له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۴ کاله پر خپلې د ۹۳۲ میلیون ډالرو مرستې ژمن پاتې کېږي
  • هند په کابل کې شاه توت بند رغوي
  • ایټالیا د ۲۰۲۱ کال لپاره ۳۵ میلیونه یورو

په جینواکې د افغانستان نړیوالو مرستندویانو له افغانستان سره د راتلونکې څلورو کلونو په مخه د نویو مرستو ژمنې وکړې او د مرستو د اعلانولو دغه لړۍ روانه ده.


د افغانستان د مالې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي چې نن تر غرمې مخکې نړیوالو له افغانستان سره د نژدې ۶ ملیارډ ډالرو مرستو ژمنې وکړې او د ټولو مرستو اندازه به تر غرمې وروسته معلومه شي.

مسجدي وویل چې تراوسه د امریکا متحدو ایالتونو او نړیوال بانک په ګډون د افغانستان یوشمېر سترو مرستندویانو د کېدونکو مرستو اندازه نه ده اعلان کړي او د نن ورځې ترپایه به یې د مرستې د ژمنو اندازه معلومه شي.

د جینوا په کنفرانس کې د نړۍ د اویا هیوادونو او د شاوخوا دیرشو نړیوالو سازمانونو استازیو ګډون کړی دی.

نن د دغه کنفرانس دوهمه او وروستۍ ورځ ده.

د افغانستان ولسمشراشرف غني د کنفرانس ګډونوالو ته د وینا په یوې برخه کې هم له افغانستان سره د نړیوالو د ملاتړ دوام مهم وباله او ویې ویل چې مالي سرچینې، مرستې زموږ د نژدې راتلونکې د پرمختیا لپاره ډیرې مهمې دي چې دوام ومومي.

اشرف غني له نړیوالې ټولنې د اړتیاوړ ملاتړ او د لازمو تخنیکې مرستو د دوام غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دغه مرستې به د چارو په لا اغیزمن کولو کې ورسره مرسته وکړي اوهغه به د رغونکې همکارۍ په چوکاټ کې د نتیجو پراغیزمنتوب متمرکزې وې.

(زه ډاډه یم چې زموږ د ګډو هڅو په نتیجه کې به موږ وکولای شو چې په څرګنده د افغانستان لپاره یو مثبته، هوسا، په خپل ځان بسیا او سوله ییزه راتلونکې ولرو.)

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي جوزیف بوریل هم د یوه خپلواکه او ډیموکراتیک افغانستان د جوړولو لپاره د نړیوالو د مرستو دوام مهم وباله او د خبرو په یوه برخه کې یې په ضمني ډول طالبانو ته دا خبرداری هم ورکړچې باید په دې هیواد کې د تیرو نژدې شلوکلونو لاس ته راوړنې خوندي شي که نه هغه به د نړیوالو د هماکرۍ پرژمنو اغیزوکړي.

( موږ غواړو چې د یوه خپلواکه، متحد او ډیموکراتیک افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړو. داسې افغانستان چې سوکاله او په خپل ځان بسیا وي. راتلونکې افغانستان باید له ۲۰۰۱ کال وروسته ډیموکراټیک او د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخو کې شوي پرمختګونه خوندي کړي. ​لکه څنګه د ملګروملتونو د امنیت شورا ټینګارکړی د اسلامي امارت د بیرته جوړولو لپاره هرهڅه به زموږ سیاسي او مالي همکاری اغیزمنې کړي.)

افغان ولسمشراشرف غني هم پر دې ټینګار وکړچې افغانستان نن د تاریخ په یوه حساسه مرحله کې دی او سوله یې ستر لومړیتوب دی خو هغه زیاته کړه چې د سولې لپاره یې بیا بیا قرباني ورکړې، د طالبانو له پنځو زرو زیات بندیان یې خوشې کړې خو طالبانو بیاهم خپلو شخړو ته دوام ورکړی دی. هغه وویل،له دې سره سره دی یوځل بیا ټینګارکوي چې له طالبانو سره د سولې خبرو ته په ټینګه ژمن دي، مذاکراتي ټیم یې په دوحه کې دې او خبرو ته به دوام ورکړی.

اشرف غني وویل، موږ باید شخړې پای ته ورسوو چې زموږ ژوند یې اغیزمن کړي او له ماشومانو یې خوښي اخیستې ده. هغه یوځل بیا د سمدستي اوربند غوښتنه تکرارکړه او ویې ویل:

(موږ یوځل بیا پرهغې غوښتنې چې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازي جوزیف بوریل د سمدستي اوربند لپاره کړې ده، ټینګارکوو.)

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته په ټولنه کې د سترو بدلونونو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د افغانانو له غوښتونو سره سم په ټولنه کې دغه بدلونونه راغلي او هغه بشپړه بدله کړې. ښاغلي غني په تیره بیا په ټولنه کې د ځوان نسل د فعال ګډون یادونه وکړه او ویي ويل،

تیره اونۍ، یې ډیر د خوشحالی او حیرانتیا احساس وکړ چې کله یې د ډیموګرافیک یا د نفوس د څرنګوالي د وروستیو شمیرو راپورچې د احصایي او معلوماتې ادارې له خوا خپورشوی و، ولوست. ښاغلي غني وویل، د دغه راپورله مخې نن زموږ د نفوس په سلوکې ۷۴،۶ تردیرش کلونو لاندې نسل دی او یوزیات شمیر، په سلو کې ۴۸،۵ هم له پنځلسو کلونو لاندې عمرونه لري. زموږ د نفوس تقریباً نیمایي یې په ځوانه ډیموکراسۍ کې زیږیدلي او را لوی شوي. دوی د تېرو له زاړه نسل څخه په راپاتې اختلافاتو برلاسي شوي او زموږ په ډیموکراسۍ کې یې ګډ غږ او هدفونه موندلي دي. زموږ ځوانانو د بیان ازادي خپله کړې او په سیمه کې یې د نړۍ د بیان یوه بې سارې ازادي جوړه کړې ده. زموږ ځوانانو د خپلو رایو په ورکولو سره زموږ پرټاکنو ولاړه ډیموکراسي پیاوړې کړې. زموږ ځونانانو دغه راز په کاري فرصتونو، زده کړو او نوښتونو سره زموږ د ټولنې په جوړونه کې فعال رول لوبولی دی. زموږ ځوانان او ښځې تاریخ بدلوي.)

د ملګروملتونو جنرل سیکرېټري انتونیو ګوتیرش هم په افغانستان کې په تیرو نژدې شلو کلونو کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د شویو لاس راوړونو د ستاینې ترڅنګ وویل چې د دغو پرمختګونو د ساتلو لپاره اړتیا ده چې نړیوال خپل ملاتړته دوام ورکړي.

د جینوا د کنفرانس په پای کې به دواړه لوري د همکاریو د دوام یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړي.

د افغانستان په اړه په مخکیني د بروکسل په نړیوال کنفرانس کې نړیوالو له دې هیواد سره تر۲۰۲۰ کال پورې د څلورونو کلونو په مخه د ۱۵ ملیارډ او دوه سوه ملیون ډالرو مرستې ژمنې کړې او په دې کنفرانس تر۲۰۲۴ کال پورې د نویو مرستو ژمنې کوي.

XS
SM
MD
LG