د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ښځو پروړاندې ډېری پېښې د کورني تاوتریخوالي دي


سږ کال د نومبر ۲۵مه یا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نړیواله ورځ داسې مهال لمانځل کیږي، چې د نورو سیمو په شان خوست کې هم ښځې د تاوتریخوالي د بیلابیلو ډولونو قرباني دي.

خوستۍ مدني فعالانې او د ولایتي شورا غړې وايي، د ښځو وهل ټکول، دوی ته د زده کړو او کارکولو په برخو کې کلتوري محدودیتونه، په کورنیو کې د جینۍ او هلک تر منځ توپیري چلند او د پلار په میراث کې ښځو ته حق نه ورکول پدې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له بیلګو څخه دي.

د فضیله حکیمي په نوم د ښځو یوه مدافع وکیله وايي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوازې وهل تکول نه دي، بلکې د ښځې په روح او روان فشار راوستل او د هغو تحقیرول هم تاوتریخوالی دی:

"په خوست کې اوس زیاتره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دا قضیې دي، چې په زور ودیږي، وهل کیږي او ټکول کیږي، خبرو ته يې غوږ نه نیول کیږي، روحي ځورول کیږي، کورنۍ ورته وايي لیونۍ يې، نشي کولی چې نظر وړاندې کړې. "

مدني فعالې پروانه ځلاند وویل، په کور کې د خاوند، خسر، لیور او خواښي لخوا د ښځو وهل ټکول، په لیرې پرتو سیمو کې د زده کړو محدودې اسانتیاوې، د پلار په میراث کې نجونو ته حق نه ورکول او د خسرګنیو لخوا د کوڼدو ښځو د راتلونکې په باب پرېکړې د تاوتریخوالي هغه بیلګې دي، چې ښځې ورسره مخامخې دي.

د ښځو د ملي ارمان ټولنې مشره زینب افغان د پخوا په پرتله د ښځو په ژوند کې د څه نا څه ښه والي خبره کوي او زیاتوي، چې اوسمهال کورنۍ پدې پوۍ شوې، چې د نارینه وو په شان ښځې هم خپل حق او حقوق لري.

"ستونزې هم شته ، ځینې کورنۍ تر نجونو هلکان ښه پالي، اوله ډوډۍ نارینه خوري، پاتې ډوډۍ ته بیا ښځې او نجونې کیني، یو شمېر کورنۍ د ښو زده کړو لپاره خپل هلکان خصوصي ښوونځیو کې شاملوي، خو بیا نجونو ته په حکومتي ښوونځیو کې هم د زده کړو حق نه ورکوي."

د خوست د ولایتی شورا استازي نعت بي بي عمري هم وايي، چې د ښځو په ژوند کې څه نا څه ښه والی راغلی دی.

دې د بیلګې په توګه وايي:

"اوس خلک خپلې خویندې لوڼه په بدو کې نه ورکوي، بدلیز یا د بدل ودونه کم شوي، ښځو د خپلو حقونو د غږ پورته کولو جرئت پیدا کړی، خو حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

بل لوري ته د خوست د ښځو چارو ریاست مسوولینې هم وايي، چې د تېر کال په پرتله دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې لږوالۍ راغلی دی. "

د ښځو چارو رئیسې شافعه نورزۍ وویل، دوی تېر کال د تاوتریخوالي ۸۵ پيښې ثبت کړې وې، خو سږ کال بیا تر اوسه ۵۵ قضیې دي، خو ممکن د کال تر پایه د پيښو شمېر یو څه زیات شي.

XS
SM
MD
LG