د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د افغانستان د ملي بېرغ ورځ ولمانځل شوه


'ټول ولسونه باید د یو ملي بیرغ لاندې راټول شي'
'ټول ولسونه باید د یو ملي بیرغ لاندې راټول شي'

خوست: د افغانستان په خوست ولایت کې د ملي بیرغ ورځې د لمانځنې ویناوالو وویل، نور په دې هېواد کې د تنظیمي، ډلو او ډلګیو وخت پای ته رسېدلی او ټول ولسونه باید د یو ملي بیرغ لاندې راټول شي.

دوی وویل، افغانانو د دې هېواد له تېرو ترخو تجربو او پېښو دا زده کړي چې نه پریږدي هېواد او خلک يې یو ځل بیا هغو بدمرغو حالاتو ته ورستانه شي.

یناوالو یادې څرګندونې د جولای پر ۲۸مه د خوست په اداري کمپلیکس کې د اسد ۷مې یا د ملي بیرغورځې په مناسبت جوړ شوي جشن کې وکړې.

په خوست کې د ملي بیرغ ورځ ولماځل شوه
په خوست کې د ملي بیرغ ورځ ولماځل شوه

په دې جشن کې چې سلګونو خوستوالو، ځوانانو، ښځو، زده کوونکو، ورزشکارانو او د ټولنې د نورو قشرونو استازو په کې برخه اخیستې وه، خوست والي محمد صدیق پتمن په خپلو پیلیزو خبرو کې وویل، اوس هغه وخت رارسېدلی، چې ټول افغانان د عزیزګلوی، خپلوی او د یوبل حق د منلو په روحیه د خپل ملي بیرغ په سیوري کې راټول شي.

پتمن هیله څرګنده کړه، چې طالبان د ولسمشر محمد اشرف غني موقف درک کړي او سیاسي حل د افغانستان د معضلې یوازینۍ حل لاره وبولي.

په خوست کې د ملي بیرغ ورځ ولماځل شوه
په خوست کې د ملي بیرغ ورځ ولماځل شوه

پیغلې سیما بریمن په خپل لیکنۍ وینا کې د جشن ګډونوالو ته وویل، ملي بیرغ یوه داسې نښه ده، چې حکومت يې د ازادۍ او ولس يې د یووالي د سمبول په ډول رپانده ساتي.

دې زیاتوي، "ملي بیرغ زموږ ملي هویت، ارزښت، ویاړ، عزت، حیثیت او د ملي یووالي سمبول دی، درناوی، ساتنه او دفاع يې زموږ د ټولو ګډ مسوولیت دی."

په خوست کې د ملي بیرغ ورځ ولماځل شوه
په خوست کې د ملي بیرغ ورځ ولماځل شوه

په خوست کې د ملي بیرغ ورځې د لمانځنې په جوړ شوي جشن کې یو شمېر دیني عالمانو هم ګډون کړی وو.

د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي په خپلو خبرو کې وویل، افغانانو ته هم د نورو نړیوالو په شان بایده دي، چې په خپل ملي بیرغ وویاړي او موږ له جمهور رئیس په دې مننه کوو، چې د اسد ۷مه يې په افغانستان کې د ملي بیرغ ورځ نومولې ده.

د ملي بیرغ ورځ ولماځل شوه
د ملي بیرغ ورځ ولماځل شوه

په وروستیو څلور لسیزو کې په افغانستان کې څو ځلې ملي بیرغونه د ايډیولوژیکو افکارو، ګوندي او تنظیمي روحیو پر بنسټ بدل شوی، چې بالاخره د ۱۳۸۲ لمریز کال د اساسي قانون په لویه جرګه کې د ملي بیرغ موضوع له سره تنظیم شوه او بېرته د افغانستان له خپلواکۍ وروسته درې رنګه بیرغ د افغانستان د ملي بیرغ په توګه تصویب شو.

په خوست کې د ملي بیرغ ورځې په مناسبت د یو شمېر ښوونځیو زده کوونکو خپلې ترتیب کړې ترانې هم ګډونوالو ته وړاندې کړې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG