د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د څلورو وسله والو د وژلو ادعا


د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې یې د نومبر پر ۲۲مه نېټه د خپلو عملیاتو پر مهال څلور وسله وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي آر) بیګا په خپل بیان کې ویلي چې د شمالي وزیرستان په سپین وام کې یې د خفیه معلوماتو په اساس د نومبر پر ۲۲مه نېټه په ځانګړیو عملیاتو کې یو عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي هم دي.

پوځ د وژل شویو څلورو واړو وسله والو لاشونه په ولکه کې اخیستي او تصویرونه یې له رسنیو سره شریک کړي دي.

وسله والو لا هم په دې اړه څه نه ي ویلي.

د پوځ د بیان ترمخه په سیمه کې یې د لټون عملیات هم پیل کړي دي.

د پوځ یو چارواکي بیګا د نوم نه څرګندولو په شرط مشال رېډیو ته وویل چې په شمالي وزیرستان کې پوځ په تیر یو کال کې د خفیه معلوماتو په اساس په ځانګړو عملیاتو کې ۹۵ وسله وال وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان کې وخت په وخت هدفي وژنې، بمي بریدونه او د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې کېږي او خلکو یې پرضد احتجاجونه هم کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG