د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ژر وتلو اغېز


افغانستان کې یو امریکايي سرتېري د دندې پر مهال: ۲۰۱۹، ۳م اګست
تصویر له ارشیفه
افغانستان کې یو امریکايي سرتېري د دندې پر مهال: ۲۰۱۹، ۳م اګست تصویر له ارشیفه

کارپوهان وايي د ډونلډ ټرمپ ادارې له لوري له افغانستانه د خپلو پوځیانو ژر اېستلو پریکړه ښايي دغه جنګ ځپلی هېواد کې تاوتریخوالی نور هم زیات کړي او د جګړې د ختمېدو لپاره د سولې د خبرو اترو روان بهیر چې وار له مخه په نازک پړاو کې دی، ورته زیان ورسوي.

د روان کال په فبرورۍ کې د امریکا او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې موافقه شوې وه چې له مخه یې فیصله وشوه چې که طالبان ځیني شرطونه ومني نو د ۲۰۲۱م تر مې پورې به امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي.

ځينې غوښتنې لا پوره شوې نه دي خو د هېواد دفاع وزارت د نومبر پر ۱۷مه اعلان وکړ چې د جنورۍ تر نیمايي به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر په شا او خوا شلو کالو کې تر ټولو ټيټې کچې ته راولي. یاني په افغانستان کې موجود د خپلو ۵۰۰۰ سرتېرو شمېر به تر دوه نیم زره را ټيټوي.

دا اعلان په داسې وخت شوی چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات درېدلي دي. د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې موافقه د روان کال په فبروري کې لاسلیک شوه. طالبانو له امریکا سره د موافقې خلاف ورزي په کولو سره په حملو کې زیاتوالې راوستې دې. امریکا او افغان چارواکي پر طالبانو تور لګوي چې د ترهه ګرو شبکې له القاعده سره یې اړیکې نه دي پرې کړې.

کارپوهان په دې نظر دي چې په تادۍ کې د امریکايي ځواکونو له افغانستانه له اېستلو سره به طالبان خپلو ژمنو ته کم پابند پاتې شي او مذاکراتو ته به یې ترجیح کمه شي.

د امریکا په یوه څيړنیزه اداره CNA کې د امنیتي چارو پوه جانتن شروډن د مشال ریډيو د خبر مرکزي څانګې ته ویلي چې طالبان به غواړي چې په ژمي کې تر ډېره حده فشار قایم وساتي او بیا به په پسرلي کې خپلو عملیاتو کې تیزي راولي. د نوموړي په خبره تر څو چې امریکا طالبان له خپلو کړنو پشا نه کړي، وسله وال طالبان به نه درېږي.

د افغان حکومت او طالب مرکچیانو تر منځ خبرې اترې له سپټمبر راهیسې پرځای ولاړې دي او تر اوسه د مذاکراتو په اجنډا او ډانچه موافقه نه ده شوی.

په داسې کې چې طالبان د افغانستان په شا او خوا نیمايي برخې کنټرول لري او یا ورباندې جګړه کوي، کابل په دغه ډلې پوځي برلاسیتوب نه لري چې په کلکه ورباندې خپلې غوښتنې و مني.

د افغانستان پر امنیتي چارو یو بل نظرلرونکی ټیډ کیلاهین وايي دا تصور نه شي کېدای چې د امریکايي ځواکونو شمېر کې په کمي سره به طالبان پیاوړې نه شي.

طالبانو د افغان ځواکونو خلاف په حملو کې زیاتوالې راوستې څو په خبرو اترو کې په افغان حکومت برلاسې وي. خو دا د هغه موافقې خلاف ورزي ده چې له امریکا سره یې کړې وه. بلخوا امریکايي ځواکونو هم په ردعمل کې د طالبانو خلاف هوايي بریدونه زیات کړي دي.

د ټید کیلا هین په خبره د ځواکونو شمېر 2500 ته په کمولو سره به طالبانو کې یو وارې بیا دا سوچ وده ومومي چې ګواکې ډونلډ ټرمپ مځکنیو حقایقو ته د کتو پرځای د خپل هېواد ولس خوشالولو لپاره فیصلې کوي نو ځکه طالبان کمه ویره لري چې د افغان حکومتي ځواکونو خلاف بریدونو سره د موافقې خلاف ورزي کوي.

په عین حال کې د طالبانو خلاف د جنګېدو په برخه کې افغان امنيتي ځواکونه د استخباراتو، لاجسټيکي او هوايي مرستې لپاره تر ډېره پر امریکايي ځواکونو انحصار کوي.

کارپوهان وايي د ځواکونو شمېر کې کمې به په افغانستان کې د امریکا د پوځ عملیاتو دایره کار محدود کړي چې د جنګ په میدان کې به وسله والو طالبانو ته ګټه ورسوي.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت دا مهال دوه لاکه درې اویا زرو په شمېر کې افغان پوځ او پولیسو ته تربیت او سلا مشوره ورکوي او مرسته یې کوي. د دې علاوه امریکا هلته د ترهه ګرۍ ضد ځانګړې ځواکونه لري چې د القاعده او اسلامي دولت وسله والو خلاف جنګېږي.

د شروډن په خبره د امریکا پوځ به افغان پولیسو او ملي ځواکونو ته د سلا مشورې په برخه کې خپل مشن محدود کړي. بیا دا هم کیدای شي چې امریکا ته په کتو د دغه هیواد ملګري هیوادونه هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ورکم کړي.

کیلا هین وايي د امریکايي ځواکونو شمېر نیمايي ته د راوستو سره به بهرني ځواکونه په حالاتو کم خبر وي چې ممکنه ده په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې امکان زیات شي. نوموړي د یوې پېښې مثال ورکړ چې په 2015م کې په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان په یو هسپتال د امریکا ځانګړې ځواکونو برید کې ۴۲ کسان ووژل شول چې په خطا سره شوی و.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه ټویټ پس په کابل کې اندېښنې پیدا شوې چې لیکلي یې وو غواړي د کرسمس پورې له امریکا نه خپل ټول سرتېري وباسي.

خو په واشنګټن مېشته اداره ایټلانټک کونسل کې یو لوړرتبه څېړونکی عمر صمد چې یو پخوانی افغان سفارتکار هم دی، افغان حکومت ته په اشاره وايي چې اوس هغوی مطمین شو چې د ټولو ځواکونو ویستلو خبره ختمه شوه.

افغان چارواکي په دې خوشحاله نه دي چې د هغوی په باور د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سولې د جامع خبرو اترو بغیر په تادي کې له افغانستانه خپل ځواکونه باسي.

په کابل کې ډېر خلک اوس د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن نه تمه لري چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو په برخه کې به د دوی خبرو ته غوږ نیسي.

کابل غواړي چې امریکايي ځواکونه دې ورو ورو له افغانستانه ووځي او دا هم چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د موافقې شرطونو ته بیا کتنه وشي او د دوی دریځ هم پکې شامل کړل شي. خو کارپوهان وايي داسې نه ښکاري چې جو بایډن به د واک سنبالولو پس په افغانستان کې د ځواکونو شمېر ور زیات کړي. دا ممکن ده چې نوموړی په افغانستان کې د ترهه ګرو ډلو خلاف په کم شمېر کې ځواکونه و ساتي. خو دا به د امریکا او طالبانو د هغه موافقې خلاف وي چې په فبرورۍ کې شوې وه.

XS
SM
MD
LG