د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا منتخب ولسمشر جوزف بایډن د جورجا ایالت انتخابات ګټلي


د امریکا منتخب ولسمشر جوزف بایډن
د امریکا منتخب ولسمشر جوزف بایډن

دا تر هغې وروسته ده چې د نومبر پر ۱۹مه په لاسونو د ووټونو له شمېرلو سره د نومبر درېیمې په انتخاباتو کې د ډېموکراټ ګوند د دې سیاستوال بریا اعلان شو.

د ایالت د انتخاباتي چارو مشر بریډ ریفېنسپېرګر وویل، په دې کې هېڅ شک نه شته چې ایالت به د نومبر پر ۲۰مه د بایډن بریا تایید کړي.

نوموړي یوه ځايي ټېلېوېژن ډبلیو اېس بي – ټي وي ته وویل، د ووټونو پلټنه تر ډېره بریده هغې ته ورته وه چې دوی یې تر انتخاباتو وروسته خبر ورکړی وو.

هغه مهال نارسمي نتیجو ښوولې وه چې بایډن له ولسمشر ډانلډ ټرمپه د یوازې ۱۴،۰۰۰ رایو په توپیر مخکې وو.

همدا لامل وو چې له قانون سره سم، ایالتي چارواکي اړ ول چې شاوخوا پینځه میلیونه رایې په لاسونو وشمېري.

ټرمپ اوس هم د رایو د بیا شمېرلو غوښتنه کولای شي خو اسوشيېټېډ پرېس اژانس او نورو امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې جورجا ایالت بایډن ګټلی.

په امريکا کې د ولسمشرۍ انتخابات څنګه کېږي؟

دا په امریکا کې تر ولسمشریزو انتخاباتو شاوخوا دوه اوونۍ وروسته یوازینی ایالت وو چې نارسمي نتیجې یې بشپړې نه وې اعلان شوې. خو د نومبر پر اوومه رسنیو د انتخاباتي کالج د اړینو ۲۷۰ رایو په پوره کولو بایډن د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ.

د جورجا له ګټلو سره د بایډن انتخاباتي رایې ۳۰۶ ته ورسېدې او د ده سیال ولسمشر ټرمپ ۲۳۲ انتخاباتي رایې ګټلې دي.

دا تر ۱۹۹۲ز کال وروسته لومړی ځل دی چې یو ډېموکراټ نوماند جورجا ایالت وګاټه. هغه مهال بېل کلېنټن په ایالت کې بریا ترلاسه کړې وه او له هغې وروسته جورجا د رېپبلېکن ګوند پیاوړی مرکز پاتې شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG