د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵۷ پروژې بشپړې شوې


 د لوګر چارواکي وايي، چې ۱۲۳ نویو کلیوالي پروژو لپاره هم پیسې ورکړل شوي، چې د هوا له ګرمیدو سره جوخت به يې کارونه پیل شي.
د لوګر چارواکي وايي، چې ۱۲۳ نویو کلیوالي پروژو لپاره هم پیسې ورکړل شوي، چې د هوا له ګرمیدو سره جوخت به يې کارونه پیل شي.

په لوګر کې د کرنې، اوبو لګولو او کلیوالي لارو په برخو کې ۲۵۷ بیلابیلې پروژې چې نږدې ۷۰۲ میلیونه افغانۍ ورباندې لګښت شوی، کارونه یې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


د لوګر اوسیدونکي وايي، له دې مخکې د کلیوالي لارو د خرابوالي او د کرنې لپاره د اساسي اوبو د نشتون له کبله ګڼو مشکلو سره مخامخ ول، چې اوس یادې ستونزې تر ډېره هوارې شوې دي.

بل لوري ته د لوګر چارواکي وايي، چې ۱۲۳ نویو کلیوالي پروژو لپاره هم پیسې ورکړل شوي، چې د هوا له ګرمیدو سره جوخت به يې کارونه پیل شي.

تېره ورځ سې شنبه د لوګر د کلیو پراختیا رئیس اضغر ځاځي پدې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل:

"فعلاً د کليو پراختیا ریاست په چوکاټ کې ۳۸۰ پروژو کار عملاً روان دی، چې ارزښت يې ۵۲۱ میلیونه افغانۍ دی، اوس فعلاً هم د ۱۲۳ پروژو لپاره ۲۳۸ میلیونه افغانۍ فنډ راغلی، چې د سړې هوا له کبله يې ژر نشو پیلولی، خو د هوايي په ګرمیدو سره به سمدلاسه پیل شي."

د لوګر هغه اوسیدونکي چې دوی ته دا پروژې پلي شوي په دې سره خپلو کليو کې د اسانتیاوو د رامنځته کیدو خبره کوي.

د کلنګار د سیمې یو قومي مشر سید نثار علي موسوي مشال راډیو ته وايي:

"پخوا مو نجونې او هلکان په تکلیف ول، که نجونې به ښوونځي ته تلې هغوی به په تکلیف ول، ډاکټر به مو په تکلیف وو، که ناروغ به مو لاره، تر عمومي سړک مو په تکلیف انتقالاوه، خو الحمدالله اوس مو خلک په پخو او کانکریکټي لارو باندې تګ راتګ کوي."

د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزی وايي، چې تر اوسه هم د ولسي تړون برنامې د دې ولایت په ټولو سیمو او ټولو خلکو لپاره نه دي پلي شوي او ددې سیمو په شان د ټول لوګر خلک دې برنامو پلي کیدو ته په تمه دي.

دی زیاتوي، په هغه شمیر سیمو کې چې د ولسي تړون برنامې په کې پلي شوي، خلک ورڅخه رضایت لري.

چارواکي وایي، ځايي خلک دې د خپلو پروژو ساتنه وکړي، کمیت او کیفیت يې وڅاري او د ښې پلې کیدنې په برخه کې اړوندو حکومتي ادارو سره مرسته وکړي،
چارواکي وایي، ځايي خلک دې د خپلو پروژو ساتنه وکړي، کمیت او کیفیت يې وڅاري او د ښې پلې کیدنې په برخه کې اړوندو حکومتي ادارو سره مرسته وکړي،

قومي مشر محمدسرور احمدزی هم وايي چې لا تراوسه ددې ولایت ګڼې سیمې او ډیر خلک د ولسي تړون د برنامو بې برخې پاتې شوي دي.

نوموړی زیاتوي، ټولو خلکو ته برښنا توزیع شوه، خو یوازې د ابچکان سیمې ته نه برښنا ورکړل شوې، نه ورته اساسي ښوونځی جوړ شوی او نه هم تر اوسه د اوبو اسانتیا لري.

د لوګر په ګډون د نا امنو سیمو او ولایتونو د پروژو په پلي کیدو کې باج اخیستنه ته دې مهمې انديښنې په نظر کتل کیږي.

د ولایتي شورا غړی سیدقریدالله سادات وايي، که د پروژو څخه په بیلابیلو نومونو باج اخیستنه بنده نه شي، نو د پروژو کیفیت زیانمنیږي، چې زیان يې بیا ولس ته رسیږي:

"که لس فیصده طالب ته ورکړي، لس فیصده په فساد کې مصرفیږي، لس فیصده پلي کوونکی شرکت ګټه کوي، نو دیرش فیصده يې کیفیت ته تاوان رسیږي، چې تاوان يې د ولس دی، نو هیله مو داده چې هغوی د خپل ژوند د پرمختګ په خاطر د بل لارې نه کار واخلي."

د لوګر والي اجمل شاپور ددې ولایت پر خلکو غږ وکړ، چې د خپلو پروژو ساتنه وکړي، کمیت او کیفیت يې وڅاري او د ښې پلې کیدنې په برخه کې اړوندو حکومتي ادارو سره مرسته وکړي، ځکه که د پروژو کمیت او کیفیت سم نه وي، نو دا پروژې تر ډېره پايښت نشي کولی.

لوګر په سویل لوري کې پلازمینې کابل سره نښتی نږدې ولایت دی، چې خلک يې د نا امنیو له کبله ګڼې ستونزې لري.

د دې ولایت له لارې پلازمینې کابل ته د خوست او پکتیا ټول خلک، خو په قسمي ډول د پکتیکا، میدان وردکو او غزني ولایتونو خلک هم تګ راتګ کوي.

XS
SM
MD
LG