د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل د اندېښنې خبره نه ده: اسدالله خالد


افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تصویر له ارشیفه

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر وايي، له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتل د اندېښنې وړ خبره نه ده.

د دفاغ نوماند او سرپرست وزیر دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د افغانستان ولسي جرګې ته د خپلو کاري پروګرامونو شریکولو پر مهال وکړې.

نوموړي وویل، امکان لري چې شمېر زیات کم شي خو دا امکان هم شته چې زیات شي: "ټول په دې اړه اندېښنه لري چې بهرني ځواکونه وځي، په دې اړه مې ستاسې د ملي دفاع د وزیر په توګه څه نه دي لیدلي خو په وار- وار مې دا ویلي چې امکان لري شمېر کم شي خو د امکان هم شته چې زیات شي."

د نوموړي په خبره که دغه ځواکونه له افغانستانه وځي هم د اندېښنې وړ خبره نه ده ځکه، دا مهال ۹۶ سلنه عملیات د افغان ځواکونو له خوا ترسره کېږي.

د نوموړي دا څرګندونې له هغو اندېښنو سره هممهاله راغلې د امریکا په سېنېټ کې اکثریتي مشر میچ مککانل، په افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواکونو د د زر اېستلو خلاف خبرداری ورکړ​.

دا له هغه وروسته ده چې د نومبر پر ۱۶ مه په ځینو مطبوعاتي راپورونو کې ویل شوي ول چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ په راروانو ورځو کې له دغو دواړو هېوادونو نه د خپلو پوځيانو رااېستلو د یو اعلان پلان لري.​

په سېنټ کې د ریپبلېکن ګوند اکثریتي مشر مککانل دا هم وویل له داسې کولو سره به توندلارو ډلو ته د خپلې بریا پروپیګنډه په لاس ورشي. نوموړي زیاته کړه چې دا به القاعده ته د خپلې کامیابۍ یوه لویه پروپیګنډه په لاس ورکړي او له دې سره به دغه ډله د امریکا خلاف د حملو د جوړولو لپاره محفوظ نوي ځایونه پیدا کړي.

سېنټ ته مېچ مککانل په خپلو خبرو کې دا هم وویل د دوی دې ګام ته د سپکاوي په توګه هم کتل کېدای شي. نوموړي وویل د امریکایي عسکرو د وتلو او د خپلو جنګي سامانونو د پرېښودلو خبرونه به په ټوله نړۍ کې د امریکا د شکست او سپکاوي د نښې په توګه خپاره شي او دغه به د اسلامي توندلارو ډلو لپاره یوه بریا وګرځي.

مېچ مککانل دا خبرې د هغو راپورنو له راتلو وروسته کړي چې پکې ویل شوي د امریکا دفاع وزارت، پېنټاګان داسې هدایات ترلاسه کړي چې پکې له ۲۰ مې جنورۍ وړاندې به دوه زره عسکر له افغانستانه، او پنځه سوه له عراقه رااېستل کېږي، له دې سره به په دغو دواړو هېوادونو کې دوه نیم دوه نیم زره امریکایي عسکر پاتې شي.
پېنټاګون لا هم د عسکرو د اېستلو د راپورونو په اړه څه نه دي ویلي. خو له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو په اړه د امریکا ملګري هېوادونه او ناټو هم خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د ناټو د مشر ویاندې پرون (دوشنبه) وویل، ینس سټولټنبرګ د امریکا له نوي سرپرست دفاع وزیر سره غږېدلی دی.

د ناټو د مشر ویاندې اونا لنګیسکو وویل، سټولټنبرګ له کریسټوفر سره د افغانستان په شمول د امریکا په مشرۍ د ناټو د ۳۰ غړیو هېوادونو د اجنډا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې په جنګ ځپلي افغانستان کې د ناټو امنیتي رول بدل شوی نه دی.

هغې وویل، د ناټو هېڅ غړی نه غواړي چې ځواکونه یې تر اړتیا د زیات وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شي، خو غواړي په هغه هېواد کې یې خپلې بریاوې یې خوندي پاتې شي او له دې ډاډ سره چې افغانستان به بیا پر امریکا یا د ناټو پر کوم غړي د حملې لپاره د ترهګرو پناګاه نه جوړېږي.

XS
SM
MD
LG