د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان: نهر ته د ورا لوېدلي ګاډي ټول ۲۲ مړي راواېستل شول


 د ډېره اسماعیل خان په نهر کې د لوېدلي ګاډي یو ماشوم مړی په امبولانس کې، څنګ ته یې خپلوان ناست دي. ۲۰۲۰، ۱۱ نومبر
د ډېره اسماعیل خان په نهر کې د لوېدلي ګاډي یو ماشوم مړی په امبولانس کې، څنګ ته یې خپلوان ناست دي. ۲۰۲۰، ۱۱ نومبر

د خیبر پښتونخوا په ډيره اسماعيل خان کې د سپرلو یو ګاډي اوبو ته د پرېوتو په پېښه کې د ورکو شویو دریو نورو کسانو مړي موندل شوي دي.

په ډېره اسماعيل خان کې د ژغورنې ادارې رېسکيو ۱۱۲۲ ویاند اعزاز محمود نن (د نومبر پر ۱۱مه) مشال ریډيو ته وویل چې د دغو کسانو مړي موندل کېدو پس په پېښه کې د مړو شویو شمېر ۲۲ ته لوړ شوی دی.

د ادارې چارواکي وايي دا پېښه د نومبر پر نهمه د تحصیل پرو وا په سړه ګره سیمه کې هغه وخت وشوه کله چې په واراباڼو یا جنجیانو بار يو چنګچي لوډر ګاډی چې د ډرایو په ګډون ۲۹ کسان پکې سپاره وو، د ډایور نه بې قابو شو او نهر ته پريوتو. دی زیاتوي چې ګاډي د اوبو پر یوه نل یا پایپ ښوېدلی او نهر ته لوېدلی دی.

چارواکي وايي په پېښه کې ډېری ښځې او ماشومان مړه شوي دي، په دغه ګاډي کې سپاره کسان یوه واده ته ور روان وو.

ډېره اسماعېل خان: نهر ته د لوېدلي ګاډي ډېری مړي راواېستل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د رېسکيو ۱۱۲۲ چارواکو په خبره شپږ کسان له نهره ژوندي راويستل شوي دي او ډرایور په حادثه کې روغ پاتې شوی دی.

یو پولیس اقسر په ډېره اسماعیل خان کې د هغه نهر پر یوه پله ولاړ دی چې د ورا یوه ګاډی ورلوېدلی وو. ۲۰۲۰، ۱۱ نومبر
یو پولیس اقسر په ډېره اسماعیل خان کې د هغه نهر پر یوه پله ولاړ دی چې د ورا یوه ګاډی ورلوېدلی وو. ۲۰۲۰، ۱۱ نومبر
د ریسکو ۱۱۲۲ ډلې ژغورندویان
د ریسکو ۱۱۲۲ ډلې ژغورندویان

XS
SM
MD
LG