د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني چارواکي وايي‌ په لویو ښارونو کې کورونا په چټکۍ خپرېږي‌


نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر وايي وايرس تر ټولو زيات په حېدراباد کې دی. پېښور  په شپږم او کوټه په اووم نمبر ده. (انځور د روان کال د اګست په میاشت کې د اسلام اباد د یو رسټورانټ دی)
نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر وايي وايرس تر ټولو زيات په حېدراباد کې دی. پېښور  په شپږم او کوټه په اووم نمبر ده. (انځور د روان کال د اګست په میاشت کې د اسلام اباد د یو رسټورانټ دی)

په پاکستان کې د کورونا وايرس د مخنيوي اداره وايي، د دې هېواد په لويو ښارونو کې وايرس په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی.

نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر دا خبره د نومبر پر نهمه په اسلام اباد کې د لوړې کچې تر غونډې وروسته په يوه بيان کې کړې ده.

بيان زياتوي چې وايرس په ۱۵ ښارونه کې په چټکۍ خپرېږي چې تر ټولو زيات په حېدراباد کې دی. پېښور د وايرس خپرېدو د درجه بندۍ په حساب په شپږم او کوټه په اووم نمبر ده.

د پاکستان روغتيا څانګې د نومبر پر لسمه پر خپله پاڼه ليکلي چې په تېر شواروز کې ۱۶۳۷ نور کسان په کورونا وايرس اخته شوي او ۲۳ ورڅخه مړه شوي دي.

خو په دې موده کې ۵۵۰ کسان رغېدلي هم دي. له دې شمېرو سره د وايرس د ناروغانو مجموعي شمېر درې لاکه ۴۶ زره او ۴۷۶، د مړيو ۷۰۰۰ او د رغېدليو کسانو درې لاکه ۱۹ زره ۴۳۱ ته رسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG