د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جیو ټي وي مشر په ضمانت خوشې کېږي


میر شکیل الرحمان (په منځ کې) په کراچۍ کې عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته - د ۲۰۲۰ز کال د مارچ میاشتې انځور.
میر شکیل الرحمان (په منځ کې) په کراچۍ کې عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته - د ۲۰۲۰ز کال د مارچ میاشتې انځور.

د پاکستان سپريم کورټ د دې هېواد د شخصي رسنيو جنګ او جيو ټي وي د مشر په ضمانت د خوشي کولو درخواست منظور کړی دی.

مير شکيل الرحمن له تېرو شاخوا اتو مياشتو راهيسې د درغليو په تور په زندان کې دی. هغه د مارچ پر ۱۲ مه نېټه د پاکستان احتساب قامي ادارې (نېب) په ۱۹۸۶م کال کې د لاهور جوهراباد ټاون پلاټونو کې په غيرقانوني توګه د رعایتونو د ترلاسه کولو په تور نيولی وو. خو هغه او وکيل يې دا تورونه رد کړي دي.

جيو ګروپ او د خبريالانو سازمانونو د عمران خان په مشرۍ حکومت تور پورې کړی چې د صحافت ازادي د له منځه وړلو په خاطر يې مير شکيل الرحمن نيولی دیحکومت تل د داسې تورونو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ده. البته وزيراعظم عمران خان او وزيرانو يې په مختلفو موقعو ويلي چې دوی د رسنيو او بیان ازادۍ احترام کوي.

د مير شکيل الرحمن له نيولو سره د پاکستان خبریالانو سازمانونو، مدنې ټولنې، د خبريالانو نړيوال سازمانونو، د دې هېواد وکيلانو اتحادیې، امريکا، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شوری اندېښنه ښوولې وه. له جيو او جنګ ګروپ خبريالان او نور کارکوونکي له تېرو اتو مياشتو راهيسې اجتجاجي مظاهرې کوي.

د نړۍ زياترو مطبوعاتو د هغه پر نيونه راپورونه او مقالې خپرې کړې دي. تر ګرفتارې وروسته هغه عدالت ته وړاندې کړل شو او لاهور های کورټ د جولايي په مياشت کې د هغه د ضمانت درخواست رد کړ چې وروسته يې وکيل دا فيصله په سپیرم کورټ کې چېلنج کړه.

د سپريم کورټ پر درې ججانو مشتمل بنچ د نومبر پر نهمه نېټه د درخواست اورېدنه وکړه او پر دې مهال د مير شکيل الرحمن وکيل امجد پروېز د نېب له خوا د جوړې شوې مقدمې پر مختلفونو اړخونو عدالت ته خپل قانوني دليلونه او معلومات وړاندې کړل.

هغه دريځ خپل کړ چې د مير شکيل الرحمن له خوا په ترلاسه شويو پلاټونو کې د پاکستان خزانې ته يوه روپۍ تاوان نه دی رسېدلی. تر اورېدنې وروسته عدالت د هغه ضمانت منظور کړ.

د خبريالانو سازمانونو، اپوزيش ګوندونو او د ټولنيزو رسنيو فعالانو د پرېکړی ستاينه کړې ده. د پاکستان فېډرل يونين اف جرنلټس مشر شهزاده ذولفقار د نومبر پر نهمه نېټه له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال د سپريم کورټ د دې ګام هرکلی وکړ.

نوموړي وويل، له دې سره به د دوی او مدنې ټولنې د فعالينو پر عدالت باور بحال شي. د ده په خبره سربېره پر دې د خبريالانو سازمانونه د کارکوونکيو خبريالانو د نوکريو، تنخاګانو او نورو حقونو په لړ کې د مير شکيل الرحمن مخالفت کړی او پر ضد يې مظاهرې کړي خو د ده په وينا د رسنيو د يوه مالک نيول دوی ته ځکه د منلو وړ نه دی چې له دې سره د ده په ادعا حکومت د صحافت ازادي تر پښو لاندې کول غواړي.

د رسنيو د ازادۍ يو بل پاکستاني سازمان فريډم نېټ ورک هم د سپريم کورټ د فيصلې هرکلی کړی. سازمان د نومبر پر نهمه نېټه پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې دا فيصله له هغه وروسته راغلې چې د بې پولو خبريالانو سازمان (ار اېس اېف) د تېرې جمعې پر ورځ د مير شکيل الرحمن د خوشېکولو خواست کړی وو.

د دې ترڅنګ د پاکستان مسلم ليګ نواز جنرل سېکرېټري احسن اقبال میر شکیل الرحمن ته مبارکي ورکړې او ويلي چې هغه چې په کوم جرات سره د ده په وينا د عمران خان د (فسطاييت) مقابله کړې هغه د رسنيو د ازادۍ يو روښانه باب دی.

نوموړي پر ټويټر پاڼه لیکلي (( د جبر او انتقام سياست رسوا شو او حق او انصاف وګټله.))

XS
SM
MD
LG