د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جیو ټي وي ایډیټرپر شکیل الرحمن پرېښودو لپاره د خبریالانو لاریون


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د پاکستان د شخصي رسنيو جنګ او جيو ټي وي د مشر ايډيټر مير شکيل الرحمان د ګرفتارۍ خلاف د ګل/دوشنبې ورځ په پاکستان کې مظاهرې شوې دي.

د اسلام اباد په ګډون د هېواد په يوشمېر برخو کې کې په ترسره شوو مظاهرو کې د خبريالانو په ګډون د ځينو اپوزيشن ګوندونو غړو هم برخه واخیسته.

دوی له حکومته غوښتي چې شکيل الرحمان دې سمدستي خوشي کړي.

د پاکستان احتساب قامي ادارې (نېب) میر شکیل الرحمان د مارچ پر ۱۲مه د اداري فساد په تور نيولی خو د هغه وکيل او کاري ډله يې دا تورونه ردوي.

د سوهېلي او منځنۍ اسيا لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت څانګې او د پاکستان بشري حقونو کميشن هم د مير شکيل الرحمان پر ګرفتارۍ اندېښنه ښودلې او د بشري حقونو کمېشن ویلي دي، دې عمل ته خبريالان او د بشري حقونو فعالان په داسې سترګه ګوري چې په پاکستان کې پر ازادو رسنيو او سياسي اختلاف قدغنونه لګول کېږي.

XS
SM
MD
LG