د کندهار په میوند ولسوالۍ کې موټر بم برید شوی چې پکې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او تر ۳۰ زیات ژوبل دي.
د مشال راډیو خبریال د ځایي سرچینو په حواله وایي چې له باروتو ډک مزدا موټر بم برید د نومبر اتمې پر ماښام په میوند کې د لویې لار د ساتنې پر کنډک شوی دی.
سرچینې وايي، د کندهار میرویس روغتون ته ۳۲ ټپیان او څلور جسدونه لېږدول شوي.
چارواکو د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې وژلي ټول ملکیان دي او له ژوبلو څخه یې ۱۶ پولیسان او پاتې ولسي وګړي دي.
دوی زیاتوي، چاودنې شاوخوا کورونه هم نړولي.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
بلخوا په غزني ولایت کې هم د هاوان مرمۍ اووه تنه وژلي او شپږ نور یې ټپيان کړي دي.
د غرني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د نومبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې په وژل شوو کې دوې ښځې او پنځه ماشومان دي.
د ده په وینا په ټپي شویو کې هم څلور ماشومان او دوه لوی نارینه شامل دي.
ده زیاته کړه چې دا مرګ ژوبله هغو درو مرمیو اړولې ده چې د ده په وینا وسله والو ماښام مهال پنځه بجې د غزني د مرکز په نواباد سیمه کې توغولې دي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.