د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: پر څلور کلن ماشوم جنسي تېری شوی


په کراچۍ کې له يوې ښځې سره د شوي جنسي تېري پرضد د ۲۰۲۰ز کال د سېپټېمبر پر ۱۸مه مظاهره وشوه.
په کراچۍ کې له يوې ښځې سره د شوي جنسي تېري پرضد د ۲۰۲۰ز کال د سېپټېمبر پر ۱۸مه مظاهره وشوه.

په سوات کې پر یو څلور کلن ماشوم د جنسي تېري په تور يو کس نیول شوی دی.

د چارباغ د پوليسو تاڼې مشر اياز خان د نومبر پر اتمه نېټه مشال ريډیو ته وویل چې پر څلور کلن ماشوم جنسي تېری د نومبر پر اوومه د شپې مهال په الم ګنج سيمه کې شوی چې وروسته يې کورنۍ له پوليسو سره رپورټ درج کړ.

د ایاز خان په وینا، د جنسي تېري په تور يې ۱۶ کلن هلک نیولی چې ورڅخه يې پلټنې پیل کړې دي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکې غير حکومتي اداره ساحل وايي چې په تېر کال کې په پاکستان کې د جنسي تیري څه د پاسه ۲،۸۰۰ پېښې رپورټ شوي چې پکې شپږ فیصده یې په خیبرپښتونخوا کې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG