د لاسرسي ځای

تازه خبر

"نوی امريکايي ولسمشر باید په مسوولانه توګه له افغانستانه ځواکونه وباسي"


شاه محمود مياخېل
شاه محمود مياخېل

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو کې د ډېموکرات ګوند د کاندید جو بایډن په بریا يې غوښتنه دا ده چې بهرني ځواکونه باید له افغانستان څخه په ذمه وارانه توګه ووځي.

د دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل د نومبر پر اوومه نېټه له مشال راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وېره وښووله چې له هغه هېواده د امریکايي ځواکونو غیر مسوولانه وتل افغانستان یو ځل بیا د کورنیو جکړو په ډګر بدل نه کړي.

میاخېل وویل، دا نه‌ یوازې د افغانستان، بلکې د نړۍ غوښتنه هم ده.

هغه زیاته کړه: "دا تقریباً د ټولو هېوادونو غوښتنه ده، که هغه سیمه ییز دي او که نړیوال، خپله د امریکا او افغانستان او افغانانو هم چې بهرني ځواکونه باید له افغانستانه با مسوولیته ووځي، با مسوولیته په دې معنا چې بیا افغانستان د کورنیو جګړو په ډګر بدل نشي."

د میاخېل په خبره، دا مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۴،۵۰۰ ته رسېږي چې د دوحې د هوکړې پر مهال ۸،۵۰۰ وو.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د هوکړې پر بنسټ باید د ۲۰۲۱ز کال تر نیمايي پورې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

خو د امریکا پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ بیا ویلي وو چې تر راروان کرېسمس پورې به ټول امریکايي ځواکونه افغانستان پرېږدي.

د دفاع وزارت مرستیال ډاډ ورکوي چې د امریکايي ځواکونو مرحله واره کمښت د جګړو په ډګرونو کوم اغېز نه‌ دی کړی او اوسمهال افغانستان درې نیم تر څلور لاکو پورې امنیتي او دفاعي ځواکونه لري چې له سیمه ییزو پاڅون کوونکو او پولیسو سره ‌یې شمېر نیم میلیون ته رسېږي.

د امریکايي ځواکونو غیر مسوولانه وتل افغانستان یو ځل بیا د کورنیو جکړو په ډګر بدل نه کړي.
شاه محمود مياخېل

میاخېل وايي، امریکا له افغانستان سره په دې وروستیو کې هم مهمې مرستې کړي او له افغان ځواکونو به د دوی ملاتړ دوام وکړي.

"سږ کال یې تقریباً د ۱،۵۰۰ په شاوخوا کې هاموې او هغه موټرې چې د جنګ د سرعت وړتیا لري هغه‌ یې د افغانستان حکومت ته ورکړې، په دې لنډو ورځو کې یې یوازې ۴۵۰ نور هاموې دفاع وزارت ته ورکړل چې په همدې شمېر یې پولیسو ته ورکړي دي."

د ده په خبره، پر دې سربېره امريکا ۱۰ هليکوپټرې او څلور (اې-۲۹) الوتکې، مرمۍ، یونفورمونه او د شپې دوربینونه‌ یې هم د افغانستان حکومت ته ورکړي دي.

د نوموړي په خبره یو شمېر وسايل او سامان چې د امریکايي ځواکونو له‌ خوا له‌ منځه وړل شوي هغه داسې وسایل دي چې په ګټه نه لري.

خو میاخېل زیاتوي، یو شمېر وسايل او تجهیزات امريکا بېرته د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې له ځانه سره وړي او یو شمېر یې هم قراردادیانو پورې اړه لري.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG