د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې او چمن ترمنځ به اورګاډی د نومبر پر لسمه پیل شي: معین وټو


دا پرېکړه د نومبر پر شپږمه د یادې کمېټۍ په هغه غونډه کې شوې چې مشري یې محمد معین وټو کوله.
دا پرېکړه د نومبر پر شپږمه د یادې کمېټۍ په هغه غونډه کې شوې چې مشري یې محمد معین وټو کوله.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د اورګاډي – رېلوې – په قایمه کمېټۍ ویلي چې د نومبر پر ۱۰مه به له کوټې تر چمن پورې د اورګاډي تګ راتګ بیا پیل شي.

دا پرېکړه د نومبر پر شپږمه د یادې کمېټۍ په هغه غونډه کې شوې چې مشري یې محمد معین وټو کوله.

نوموړي تر غونډه وروسته خبریالانو ته وویل چې دې کمېټۍ چمن ته سفر کړی او هلته یې د رېلوې پر مځکو د قبضو او تجاوزاتو جاج هم اخیستی دی.

نوموړي‌ زیاته کړه چې د کوټې او ملک نورو ښارونو ترمنځ د اورګاډو چلولو په اړه یې هم له چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.

ده وویل، "ټرینونه چې له ډېرې مودې راهسي بند وو - هغه ډیر ضروري دي چې بیا پیل شي، داسې مال وړونکي‌ اورګاډي هم بیرته چلول ډیر مهم دي - په دې اړه به کمېټۍ خپل وړاندیزونو چارواکو ته ورکوي."

محمد معین وټو هیله وښودله چې ولس به په راتلونکو څو میاشتو کې په رېلوې کې لوی بدلونونه وویني.

د دوي په وینا له کوټې به له ایران سره پوله پراته د بلوچستان تر تفتان ښارګوټي هم اورګاډی تګ راتګ پیل کړي.

په کوټه کې د تجارو د اتحادیې مرستیال مشر بدرالدین کاکړ وايي چې له دې عمل څخه به د ایران او پاکستان تجارت نور هم زیات شي.

ده وویل، "د چمن لپاره که مال وړونکی ټرین شروع شي نو دا ښه خبره ده هغه ځکه چې په کمه کرایه به د تجارو سامان رسېږي."

خو ده وویل چې د کوټې او تفتان ترمنځ چې کومه پټلۍ ده هغه ډېره وړه او کمزورې ده نو ځکه اورګاډي ته پرې د تګ راتګ پر وخت ډېرې ستونزې وي.

ده وویل، "پکار ده چې دا پټلۍ جوړه شي او ټرین په یو ساعت کې له ۷۰ څخه تر ۱۰۰رفتار وکړای شي چې ورسره د پاکستان او ایران ترمنځ تجارت نوره هم وده وکړي."

په سېنټ کې د پښتونخواملي عوامي ګوند غړي عثمان خان کاکړ مشال راډیو ته وویل، پکار دی چې حکومت د ریلوې پر مځکو قبضې ختمې کړي.

ده وویل، "د کوټې، لاهور، کراچۍ او پېښور ترمنځ چې کوم ټرینونه بند دي ، په څرکنده خو دوي وايي چې دا ټرینونه د کورونا وایرس له وجې دوي بند کړي وو خو په حقیقت کي دوي یې مستتقل بندول غواړي خو پښتونخواملي عوامي پارټۍ به دوي دې عمل ته پرېنږدي."

سنېټر عثمان خان کاکړ وویل په کار دی چې کراچۍ، لاهور او خبیر پښتونخوا ته بند ټرینو ژر تر ژر بیا روان شي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس تر خپرېدو وروسته وفاقي حکومت د مارچ په میاشت کې د ملک د نورو برخو په څېر له کوټې تر کراچي بولان میل ، له کوټې تر لاهوره بګټي ایکسپریس او له کوټې تر پېښوره کوټه ایکسپریس نومي اورګاډي بند کړي وو. د ملک زیاتره اورګاډي بیرته فعال شوي خو پورته یاد ټرېنونه لا هم بند دي.

د بلوچستان اسمبلۍ هم د اورګاډو پر بندلو خواشیني ښودلې وه او د اګست په میاشت کې یې د یو قرارداد له لارې له مرکزي حکومته د بلوچستان لپاره د بندټرینو د بیرته چلولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG