د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: د عمران خان جلسه کې د چت له پرېوتو ۱۸ تنه ژوبل


په سوات کې د وزیر اعظم عمران خان د جلسې پر مهال اتلس کسان د یوه چت له راپرزېدو ژوبل شول. ۲۰۲۰، ۰۶ نومبر

نن په سوات کې د وزیراعظم عمران د جلسې پر مهال د فټبال میدان کې د چت راپرېوتو پېښه کې لو تر لږه ۱۸ کسان ژوبل شول.

د سیدو شریف روغتون مسوول ډاکټر محمد نعیم اعوان مشال راډیو ته وویل، د ژوبلو تنانو درملنه روانه ده چې څلور پکې سخت ژوبل دي. په ګراسي ګراونډ کې موجود د مشال راډیو خبریال وايي، د سټیډیم چت هغه مهال راپرېوتو چې د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان خپلې خبرې پای ته ورسولې او اعلان وشو چې وزیراعظم عمران خان به جلسې ته وینا کوي.

عمران خان جلسې ته د وینا پر مهال د روغتیايي بیمې د غځولو اعلان ترڅنګ دا هم وویل چې په راتلونکې وخت کې به سوات یو کاروباري مرکز حیثیت ولري.

عمران خان په خپله وینا کې وویل، د صوبې وزیر اعلی د خیبر پښتونخوا د خلکو لپاره دوه مهم کارونه وکړل چې یو یې د صحت وړیا کارډونه ورکول او بل د ګبین جبې سیمه یو وارې بیا سیلګرۍ ته خلاصول دي.

نوموړي په خپله وینا کې پر اپوزیشن ګوندونو یو وارې بیا سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې هغوی د حکومت او پوځ تر منځ د واټن راوستو هڅه کوي.

په پاکستان کې د اپوزیشن ګوندونو ایتلاف پاکستان ډیموکریټک موومنټ په خپلو جلسو کې د عمران خان پر حکومت د تنقید کولو ترڅنګ په وار وار دا هم ویلي چې ملک کې د بحران ذمه وار د عمران خان د حکومت تر څنګ هغه ادارې هم دي چې نوموړی یې د هغوی په وینا د ۲۰۱۸ کال په انتخاباتو کې په درغلۍ اقتدار ته رسولی دی.

XS
SM
MD
LG