د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د دولتي پوهنتونونو امنیتي پلان جوړوي


د وزارت چارواکي وايي، د هېواد ټولو پوهنتونونو امنیت لپاره پلان جوړوي
د وزارت چارواکي وايي، د هېواد ټولو پوهنتونونو امنیت لپاره پلان جوړوي

د افغانستان د لوړو زده‌ کړو وزارت وايي، د محصلانو د خوندي پاتې کېدو او په ټول هېواد کې د دولتي پوهنتونونو خوندیتوب لپاره امنیتي پلان جوړوي.

د وزارت چارواکو د نومبر پر پېنځمه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، دا پلان به څو برخې ولري، چې ورسره سم دوی په راتلونکې کې د حملو مخنیوی وکړای شي.

خو د لوړو‌ زده‌ کړو وزارت د طرحې په اړه نور معلومات ورنکړل.

وزارت دا اقدام پر کابل پوهنتون تر وسله وال برید وروسته اخیستی.

د نومبر پر دویمه پر پوهنتون په وسله وال برید کې ۲۲ زده کوونکي ووژل او ۴۰ ژوبل شول.

اسلامي دولت (داعش) ډلې د حملې ذمه واري ومنله.

پوهان وايي، د هرې ودانۍ دننه یوه خوندي خونه یا سیف روم په ډېره اسانه او کمه بیه جوړېدای شي.

د لوړو زده کړو وزارت مرستیال نورالله دروېش وايي، "د لوړو زده‎کړو وزارت دریځ دا دی چې باید په یوه امنیتي طرحه کار وکړو، د ټولو دولتي پوهنتونونو لپاره، چې راتلونکي کې څنګه کېدای شي د داسې پېښو مخنیوی وشي."

لوړو زده‌کړو وزارت داسې مهال په ټول افغانستان کې د ۳۹ دولتي پوهنتونونو د خوندیتوب لپاره طرحه جوړوي چې هېڅ پوهنتون د بېړنیو حالاتو پر مهال خوندي خونه نه لري.

وزارت په هر پوهنتون کې د ټولو محصلانو لپاره د دې ډول خونې جوړول سخت کار بولي، خو د بېړنیو حالاتو متخصصین وايي، د هرې ودانۍ دننه یوه خوندي خونه په خورا اسانۍ او کمه بیه جوړېدای شي.

د کابل پوهنتون یوه څنډه- د نومبر پر دویمه د پوهنتون پر یوه برخه وسله وال برید شوی وو
د کابل پوهنتون یوه څنډه- د نومبر پر دویمه د پوهنتون پر یوه برخه وسله وال برید شوی وو

د بېړنیو حالاتو د کنټرول یو متخصص او پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار شیرین اقا صمیم مشال راډیو ته وویل: "کابل پوهنتون د هېواد ستر ښوونیز مرکز دی او د محصلانو شمېر چې هممهاله په یو ځای کې درس وایي هم زیات دی او هر پوهنځي لپاره جلا ودانۍ شته، نو د امن خونې یا سېف روم چې هلته په حد اقل کچه د محصلینو لپاره امنیت برابر کړي، یوه جدي اړتیا ده."

پر کابل پوهنتون د برید وروسته، د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي یو شمېر محصلانو چې په برید کې یې نېږدې ۱۶ ټولګیوال ووژل شول دا نیوکه هم کړې چې دوی لا هم د ز‌ده‌ کړو لپاره وداني نه لري او د حقوقو د ستاژ (تخصص) ودانۍ کې د زده کړو له کبله په نښه شول.

دوی زیاتوي، هغه ودانۍ چې د دې پوهنځي لپاره جوړېږي، رغنیزې چارې یې بشپړې شوي، خو لا هم دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې هلته زده‌ کړه وکړي.

خو د کابل پوهنتون علمي مرستیال محمد شفیع شریفي بیا وايي، د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي لپاره د جوړېدونکې ودانۍ رغنیزې چارې روانې دي.

شریفي زیاتوي:"د دغه ودانۍ د وروستي برخې کارونه پاتې دي، دا ودانۍ په رسمي ډول موږ ته نه ده سپارل شوې، ځکه چې دغه پروژه نه ده بشپړه شوې او تر هغه چې ټولې چارې یې ونه څېړل شي موږ تعمیر ترې ګټې اخیستنې ته نه شو اخیستلی."

د نومبر پر څلورمه د افغانستان ولسي جرګې هم له حکومته وغوښتل چې د ښوونیزو بنسټونو د امنیت لپاره یوه هره اړخیزه طرحه جوړه کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG