د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ په درېوو رياستونو کې رای شمېرنه چېلنج کړې


ډانلډ ټرمپ او جو بایډن تر انتخاباتو وروسته شپې مهال ویناګانې وکړې - د ۲۰۲۰ز د نومبر پنځمه
ډانلډ ټرمپ او جو بایډن تر انتخاباتو وروسته شپې مهال ویناګانې وکړې - د ۲۰۲۰ز د نومبر پنځمه

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ انتخاباتي کمپاين په درېوو مهمو ریاستونو مېشيګن، پېنسلوېنیا او جورجا کې د نومبر درېمې انتخاباتو رای شمېرنې درولو لپاره عدالت ته ورغلي چې په ادعا یې د رای پاڼو خلاصولو په باب د رسايي او شفافیت کمی دی.

د ولسمشر ټرمپ کمپاین د نومبر پر څلورمه په بیان کې وویل: "د مېشيګن دعوې عدالت ته یې مقدمه وړې چې د رایو شمېرنې بهیر دې دوی ته له قانون سره سمه تر رسایۍ ورکولو پورې ودروي."

کمپاین په پېنسلوېنیا کې انتخاباتي چارواکي په دې تورن کړي چې د دوی څارونکي یې د رایو شمېرلو ځایونو ته اته میټره نږدې ورتللو ته نه پرېښودل.

د کمپاین په بیان کې ویل شوي چې هلته هم په موقتي توګه د رایو شمېرل درولو لپاره عدالت ته ورغلي دي، رېپبلکن ګوند دا باور نه کړي چې د ووټونو شمېرلو بهیر له قانون سره سم کېږي.

دغه راز کمپاین وویل چې پلان لري په جورجا کې هم د ورته تورونو پر اساس د ووټونو شمېرل ودروي. په دغه ریاست کې ولسمشر ټرمپ د بایډن پرتله لږ مخکې دی.

دغه کېسونه د دې باوجود درج شوي دي چې په دغو ریاستونو کې د انتخاباتي چارواکو د کوم څه ناسم عمل شواهد نه دي ورکړل شوي.

انتخاباتي شنونکې وايي، که ووټونه و هم شمېرل شي نو داسې نه برېښي چې بریا ته به نږدې شي.

د ټرمپ انتخاباتي کمپاین په داسې حال کې نوموړی په پېنسلوېنیا ریاست کې کامیاب اعلان کړې چې هلته د ووټونو نتیجې نه دي راغلي او نه یې هم انتخاباتي چارواکو یا میډیا څه اعلان کړی.

د ډیموکرات ګوند کاندید جو بایډن د انتخاباتو تر یوه ورځ وروسته بریا ته نږدې شوی خو په عین حال کې د هغه سيال ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوه مهمو رياستونو نتیجې په قانوني توګه چیلنج کړي چې د بايډن په حق کې تللي دي.

بايډن د بريا په هيله خو د ووټونو شمېر دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:00 0:00

د امریکا په ځینو رياستونو کې د نومبر درېمې انتخاباتو نتیجې لاهم پوره نه دي راغلې.

په داسې حال کې چې لا هم د ډاک له لارې د ورکړل شويو میلیونونو ووټونو شمېرل روان دي، تر اوسه يو کانديد هم د انتخاباتو د ګټلو لپاره د الیکټورل کالج (ټاکنیز پلاوي) ۲۷۰ ووټونه نه دي ترلاسه کړي.

په انتخاباتو کې د بریا لپاره یو نوماند ته د الیکټورل کالج ۲۷۰ ووټونه پکار وي.

خو له هغه پس بایډن ګټلو ته نږدې ښکاري چې د امریکايي رسنیو له مخې بایډن په مېشيګن او وېسکانسن ریاستونو کې کامیابي حاصله کړه. د مېشیګن ۱۶ اليکټورل ووټونو او د وېسکانسن د لسو هغو تر لاسه کولو سره جوزف بایډن 253 ووټونه تر لاسه کړل.

تر اوسه د نواډا او ایریزونا نتیجې نه دي راغلي چې کېدای شي ورته د انتخاباتو د ګټلو لپاره د ټاکنیزې ډلې ۲۷۰ ووټونه ور په برخه کړي. یو نوماند ته د بریا لپاره د الیکټورل کالج ۲۷۰ رایې پکار وي.

د ايرزونا او ناواډا رياستونو ګټلو سره به بايډن د ۲۷۰ اليکټورل ووټونو هدف ترلاسه کړي.

پېنسلوينیا د ټاکنیزې ډلې ۲۰ووټونه لري او نتيجې يې اعلانېدو ته نزدي دي. که چېرې بایډن دغه ریاست وګټي نو ورسره ۲۷۰ ووټونه ترلاسه کولای شي.

ځينو رسنیو په ايرېزونا رياست کې د بايډن د بريا راپورونه ورکړي چې ورسره بايډن د الیکټورل کالج ۲۶۴ ووټونه تر لاسه کولای شي. خو بیا ځينو نورو رسنيو په دغه رياست کې د بايډن د بريا خبر نه دی ورکړی.

بايډن په نېواډا کې هم لږ مخکې دی.

په وېسکانسن کې انتخاباتي چارواکو بايډن ګټونکی اعلان کړی او ويلي دي چې په ۲۰۰۰۰ ووټونو سره بايډن مخکې دی او نزدي ټولې رايي شمېرل شوي دي.

په اروپا کې د امنيت او همکارۍ سازمان (او ايس سي اي) چې په اووه پنځوسو ۵۷ غربي هېوادونو او د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو کې انتخابات څاري، د ټرمپ لخوا د بریا اعلان او په انتخاباتو کې د درغلیو تورونه غندلي دي. دغه سازمان ویلي دي چې رایې په ښه ډول اداره شوی وې.

د سازمان مشر مایکل جورج لینک، په یوه بیان کې وویل چې د موجوده ولسمشر لخوا د انتخاباتو پر شپه د نیمګړتیاو بې اساسه تورونه پر جمهوري ادارو د خلکو باور ته زیان رسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG