د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرکاري او شخصي سکولونو ته یورنګه نصاب راوړو: عمران خان


خیبر کې د یوه ښوونځي زده کوونکي: تصویر له ارشیفه
خیبر کې د یوه ښوونځي زده کوونکي: تصویر له ارشیفه

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د ګل ورځې په غونډه کې ويلي چې حکومت يې د هېواد د ماشومانو لپاره، که هغه په سرکاري يا شخصي سکولونو کې او يا هم ديني مدرسو کې دي، يو رنګه تعليمي نصاب معرفي کولو ته ژمن دی.

نوموړي زياته کړې، په نوي تعليمي نصاب کې به ماشومانو ته د اسلام د پيغمبر محمد صل الله عليه وسلم د ژوند او اعمالو په اړه معلومات ورکول کېږي چې هغوی ښه او باکرداره مسلمانان جوړ شي.

د وزيراعظم او د تعليم د وفاقي او صوبايي وزيرانو په غونډه کې د نوي تعليمي نصاب په سمه توګه عملي کولو لپاره د استادانو د روزنې پر خبره ټينګار شوی.

خو په خيبر پښتونخوا د ورګډو شويو قبايلي ضلعو د سرکاري سکولونو د استادانو د اتحاديې مشر مرجان علي مومند د نومبر پر دريېمه مشال راډيو ته وويل، حکومت بايد تر هر څه مخکې د دوی په سيمه کې وران شوي سکولونو بیرته جوړ او نوي استادان برتي کړي.

))زموږ سلګونه پرايمري سکولونه يوازې يو استاد لري. ډېری مډل سکولونه هم درته ښوولی شم چې دوه استادان پکې لرو. موږ ته بنيادي اسانتياوې نشته. سکولونه مو وران دي. هغه چې فعاله دي، اوبه، تشناب، چاک او بورډ نه لري. د ماشومانو د ناستې سم بندوبست نشته، سهار پاکې جامې راوړي، چې کور ته ستنېږي، په خاورو يې لړلی وي. تر هغې چې مو سکولونه جوړ او استادان پکې برتي شوې نه وي، په نصاب کې د بدلون خبرې زموږ لپاره عبث دي.))

بلخوا په خيبر پښتونخوا کې د شخصي سکولونو تنظيمونو هم د مرکزي حکومت د يو رنګه تعليمي نصاب له خبرې سره مخالفت ښوولی دی.

د صوبې د ال پرايويټ سکول ايسوسي ايشن مشر احمد علي د نومبر پر دريېمه مشال راډيو ته وويل، حکومت به پرېنږدي چې د بهرنيو مرستندويه ادارو خوښه پر دوی ومني.

((حکومت چون د اېن جي اوګانو په مرسته چلېږي، له هغوی به مجبور وي او موږ ته به داسې نصاب راکړي چې زموږ له ژوند ژواک سره به هېڅ سمون نه خوري او راته به وايي چې عملي يې کړئ. موږ له اولې ورځې د حکومت دې ګام ته د شک په سترګه ګورو. موږ د ۲۰۰۶ز کال د نصاب ترمخه، چې حکومت منظور کړی دی، خپلو ماشومانو ته تعليم ورکوو. موږ په نصاب کې د بدلون خبرې منلو ته تيار نه يو.))

د يو رنګه تعليمي نصاب په اړه په اسلام اباد کې د ګل د ورځې غونډې ته د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود ويلي چې د دوی هدف ماشومان تنقيدي او تحليلي سوچ ته اړ کول دي.

نوموړي زياته کړې، نوی نصاب د ماشومانو پر اسلامي تعليماتو زيات زور راوړي او په خبره يې چې د اقليتونو هغو لپاره یې د هغوی د مذهبي زده کړو خبره هم په پام کې نيول شوې.

د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د پخوانۍ نيمه قبايلي سيمې له ۱۱۵مې حلقې څخه د جميعت علمای اسلام ف يو منتخب غړی محمد شعيب وايي، دوی د خپلو زرګونه مدرسو لکونه زده کوونکو ته انګرېزي او ساینس ښوولو ته تيار دي خو حکومت په خپله خبره کې سنجيده نه دی.

((زموږ د مدرسو ماشومان په دوه کاله کې د قران پاک حافظان شي. موږ به خوښ يو که له ديني تعليم سره سره دوی انګريزي او عصري زده کړې هم ترلاسه کړي چې ژوند يې ښه شي. جميعت په ټول پاکستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ مدرسې چلوي چې پکې شاوخوا ۲۷ لاکه ماشومان زده کړې کوي. که نوی تعليمي نصاب زموږ د مدرسو د زده کوونکو لپاره واقعي ګټه ور وي، نو موږ تيار يو چې له حکومت سره پرې خبرې وکړو. خو داسې معلومېږي چې حکومت سنجيده نه دی.))

موږ هڅه وکړه چې د مرکزي حکومت د يو رنګه تعليمي نصاب پر پروګرام د خيبرپښتونخوا د تعليم د وزير شهرام خان ترکۍ او يا هم د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د تعليم د کمېټې د مشر پښتونيار خان نظر وپوښتو خو د بيا بيا ټليفونونو باوجود له هغوی سره په خبرو و نه توانېدو.

د تعليمي چارو پوه او د خيبرپښتونخوا ټيکسټ بک بورډ پخواني مشر ډاکټر فضل رحيم مروت د حکومت د يو رنګه تعليمي نصاب له خبرې سره موافق نه دی.

دی وايي، د عمران خان په مشرۍ مرکزي حکومت جذباتي او نه عملي کېدونکې پرېکړې کوي.

((د ساېنس مضامينو په ښوولو کې هم موږ ته مسالې جوړې دي. يو پلو موږ زده کوونکو ته د ډاروېن د ارتقا نطريه ورښييو نو ورسره جوخت هغوی ته وايو چې دا زموږ له ديني تعليماتو سره اړح نه لګوي. دلته د مدرسو، د سرکاري او شخصي سکولونو بېل بېل نصابونه دي. زموږ د سيمې سرکاري سکولونه بنيادي اسانتياوې نه لري، ماشومان مو د ونو سيورو ته ناست وي، او حکومت مو خبرې د هغو سکولونو او کالجونو کوي چې د شتمنو کورنيو ماشومان ورته ځي. واکداران مو کله د ترکيې، کله د سعودي او کله د چين له نظامونو متاثره کېږي او جذباتي پرېکړې کوي. د ماشومانو د ښه تعليم لپاره لار د اجتماعي سوچ په نتيجه کې ټاکل کېدای شي. زه به په ذهني توګه ازاد نه يم، د سوال اجازت به نه لرم، او د دې باوجود به د يو نصاب او يو قام خبره کوم. دا ټوکې نه دي.))

رپورټونه د پاکستان د تعليم د وفاقي وزير په حواله وايي، حکومت په پام کې لري چې د ۲۰۲۱م کال د اپريل له مياشتې په ټولو پرايمري سکولونو او همداراز مدرسو کې يو رنګه تعليمي نظام عملي کړي.

د ده په خبره، د نوي نصاب کتابونه وار له مخه چاپ شوي دي.

نوموړي البته زياته کړې چې د نوي تعليمي نصاب ښوولو لپاره ضروري ده چې هره يوه صوبه په دغه لړ کې قانون سازي وکړي.

XS
SM
MD
LG