په "اهنګ کده" کې مو لسګونه کسانو ته رباب ښوولی دی: بلال خان بلال
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د ملاکنډ د تاڼې کلي يو ځوان رباب غږوونکی بلال خان بلال دی. نوموړی په ټولنيزو علومو کې ماسټري لري او له تېرو درو کلونو راهيسې په اسلام اباد کې د "اهنګ کده" په نوم د موسيقۍ الاتو د زده کړې يو مرکز چلوي. دی وايي، د رباب ترڅنګ د تبلې او واېلن يو شمېر زده کوونکي هم لري. د بلال خان بلال خبرې او په رباب غږولې ځينې نغمې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
جولای ۲۵, ۲۰۲۴
عادل يار خان وايي د هنر هدف يې د پښتو خدمت ترڅنګ شهرت ګټل دي
-
جولای ۱۱, ۲۰۲۴
"د ګيله من د شعر ماخذ د ولس درد وو"
-
جون ۰۶, ۲۰۲۴
اعجاز سرحدي: سارينده د خيبر د تيرا ايجاد دی