د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني چارواکي وايي، کورونا په زیاتېدو ده، ولس دې احتیاط وکړي


د ارشیف انځور: په جون میاشت کې په کراچۍ کې یو مساپر په بس کې د سفر پر مهال ماسک تړلی.
د ارشیف انځور: په جون میاشت کې په کراچۍ کې یو مساپر په بس کې د سفر پر مهال ماسک تړلی.

پاکستاني چارواکي د کورونا د مثبتو پېښو او د کویډ ـ ۱۹ ناروغۍ له وجې د وژلو شویو کسانو د شمېرو د زیاتېدو خبر ورکوي.

د کورونا وایرس په اړه معلومات خپرونکې حکومتي ویبپاڼې ليکلي چې د اکتوبر د ۳۰مې او ۳۱مې ترمنځ په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۸۰۷ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي او ۱۱ کسان وژل شوي دي.

له دې سره په ټولیزه توګه د اکتوبر تر ۳۱مې په کورونا د اخته شویو کسانو شمېره درې لاکه او درې دېرشو زرو ته لوړه شوې او د کویډ ـ ۱۹ ناروغۍ له وجې د وژلو شویو کسانو شمېره ۶۸۰۶ ته پورته شوې ده.

چارواکي همدا رنګه وايي چې له یادې ناجوړۍ نه درې لاکه او څوارلس زره نه زیات کسان بیرته ښه شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر په ۲۸مه د پاکستان وفاقي حکومت په ملک کې د کورونا وبا د دويمې څپې د شروع کېدو اعلان وکړ او امر يې وکړ چې په کومو سيمو کې کورونا کيسونه زيات وي نو هلته به بازارونه او د واده سالونونه یا شادي هالونه د شپي له ۱۰ بجو او پارکونه او سېل ځايونه د ماښام له شپږو بجو وروسته بند وي.

د پاکستان حکومت په تېرو اوونیو کې په بیا بیا ویلي چې که ولس او کاروبارونه احتیاط ونکړي نو ښايي بیا د محدودیتونو لګولو ته اړ شي. د پاکستان وفاقي حکومت په ولسي ځایونو کې د تمبوزک یا ماسک په مخ کول لازمي کړي.

حکومت د مارچ په نیمايي کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ خپرېدو مخنیوي لپاره ټولبند اعلان کړ چې د مې له میاشت یې په پړاوونو کې نرمول پیل کړل.

په اګست کې حکومت د واده تالارونو، هوټلونو، رستورانونو او سیلګرۍ کاروبار هم پرانیست او په سېپټېمبر کې یې تعلیمي ادارې هم بیا پرانیستې.

XS
SM
MD
LG