د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلزلې په ترکي او یونان کې ۱۹ کسان وژلي سلګونه ژوبل دي


په ازمیر کې ځايي او چارواکي د جمعې په ورځ (۳۰م اکتوبر) د یونان او ترکیې په اژه سمندر کې له راغلې زلزلې پس په ړنګو ودانیو کې ژوندي پاتې کسان لټوي. ۲۰۲۰، ۳۰م اکتوبر
په ازمیر کې ځايي او چارواکي د جمعې په ورځ (۳۰م اکتوبر) د یونان او ترکیې په اژه سمندر کې له راغلې زلزلې پس په ړنګو ودانیو کې ژوندي پاتې کسان لټوي. ۲۰۲۰، ۳۰م اکتوبر

په ترکي او يونان کې د اکتوبر پر ۳۰مه شوې زلزلې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژلي او سلګونه نور د پرېوتو ودانیو لاندې او سېلاب کې ژوبل شوي دي.

زلزلې د ترکي د اژه سمندر ساحل او د يونان ساموس ټاپو ځپلي دي.

د ترکي چارواکي وايي، د هېواد دريم لوی ښار ازمير چې نږدې ۳۰ لکه ابادي لري، پکې ۱۷ کسان مړه شوي او څه باندې ۷۰۰ ژوبل دي. تر دې وړاندې چارواکو ویلي ول چې زلزلې د اژه سمندر په ساحل کې لږ تر لږه شپږ تنه وژلي او تر ۲۰۰ ډېر ژوبل دي.

دغې زلزلې استانبول ته نژدې ځینې سیمې او د یونان جزایرو ځینې برخې هم لړزولې دي. یوناني چارواکي وايي، دوه ځوانان په ساموس کې د يو دېوال راپريوتو په پېښه کې مړه شوي او ۱۹ نور ژوبل دي.

زلزلې په ترکیه او یونان کې په وړه کچه څونامي رامنځته کړې چې له کبله يې د ازمير په يوه ضلع او ساموس بندر کې سېلابونه راغلي او هلته يې يو شمېر ودانيو ته زيان رسولی.

د ازمير ګورنر ويلي دي چې په ښار کې څلور ودانۍ تباه شوي او له لسو زیاتې راپريوتې دي. البته نورې ودانۍ ډېرې زياتې نه دي زيانمنې شوي.

د امريکا جيولاجېکل سروې ويلي دي چې په رېکټر کچه د زلزلې شدت اووه درجې وو. خو ترکي بيا د زلزلې شدت شپږ اعشاریه شپږ او يونان شپږ اعشاریه اووه ښودلی دی.

په ترکیه کې په ۱۹۹۹ کې یوه ډېره سخته زلزله راغلې وه چې شاوخوا ۱۸۰۰۰ کسان یې وژلي ول. په ۲۰۱۱ کې بیا د ترکیې د «وان» په ښار کې زلزله راغلې وه چې ۵۰۰۰ کسان یې وژلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG