د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان سپین وام کې چاودنه، دوه اېف سي عسکر ژوبل


د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیه او ځايي وګړي وايي، نن غرمه د شمالي وزیرستان د سپین تحصیل په چوک کې یوې بمي چاودنې دوه ایف سي اهلکاران ژوبل کړي دي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې چارواکو وویل، عسکر پر ګشت ول چې د سړکغاړې ریموټ کنټرول بم پرې وچاودېد.

تر اوسه چا د برید ذمه واري نه ده منلې.

شمالي وزیرستان کې په دا وروستیو کې پر امنیتي عسکرو د سړکغاړې بمي چادونې او له وسله والو سره نښتې زیاتې شوي دي، بل په سیمه کې هدفي بریدونه هم زیات شوي دي. سږ کال دغلته د هدفي بریدونو شمېر ۳۶ ته رسېدلی دی.

ځايي ولس د دغه بدامنیو پرضد وخت په وخت احتجاجونه هم کوي او له سرکار د امن ډاډمنولو غوښتنه کوي. خو حکومت او پوځ په وار وار ویلي چې په سیمه کې یې امنیت باوري کړی، وسله وال یې شړلي او د لږ ډېر داسې پېښو مخنیوي لپاره یې مخصوص عملیات هم دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG