د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسه د پیغمبر اسلام د خاکو په ښودلو سخت غبرګون ته مخامخ ده


یوې ښځې د استاد سامویل پیټي تصویر اخېستی، نوموړی په فرانسه کې د چیچنیا یوه ځوان له هغه وروسته وواژه چې د خپل سکول په ټولګي کې یې زده کوونکو ته د پیغمبر اسلام خاکې ورښودلې وې.
یوې ښځې د استاد سامویل پیټي تصویر اخېستی، نوموړی په فرانسه کې د چیچنیا یوه ځوان له هغه وروسته وواژه چې د خپل سکول په ټولګي کې یې زده کوونکو ته د پیغمبر اسلام خاکې ورښودلې وې.

فرانس له هغه وروسته له سخت غبرګون سره مخامخ دی چې کله په دغه هېواد کې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد خاکې ښودل شوې او ځینې مسلمانان دغه د خپل مذهب سپکاوی ګڼي.

پاکستان د اکتوبر پر ۲۶ دا په دغه اروپایي هېواد کې په مبینه توګه د اسلام خلاف یو کمپېن بللی. بلخوا ایرانيو چارواکو پر پېرس د توندروۍ د زیاتولو تور پورې کړی او د ترکي ولسمشر پر خپل ولس د فرانسوي څیزونو د باییکاټ غږ کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې فرانسوی سفیر د ولسمشر اېمانول مکرون پر هغو خبرو وربللی چې نوموړي په فرانس کې د یو استاد د وژنې د پېښې په عکس العمل کې کړې وې. په فرانس کې تېره اونۍ یو وسلوال له هغې وروسته د سکول یو استاد وواژه چې هغه په خپل کلاس کې د اظهار پر ازادۍ پر موضوع د پېغمبر اسلام خاکې ښودلې وې.

د دغه استاد د وژنې وروسته په یوه فرانسوي ښار کې د یوې وداني پر دېوال او په ځینو نورو ښارونو کې خلکو د احتجاج په توګه ځینې خاکې کښلې وې.

په عېن حال کې ولسمشر مکرون ویلي هغه به پر فرانسوي اقدارو د سختدریځه اسلامي عقیدو د راتللو د مخنیوي هڅې زیاتوي.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چودري د اکتوبر پر ۲۶مه ویلي په اسلام اباد کې یې فرانسوي سفیر د اظهار د ازادۍ په بڼه کې د یوه منظم اسلامو فوبیا مهم په اړه د خپل هېواد پر اندېښنو خبر کړی.

بل پلو د پاکستان قامي اسمبلۍ د اکتوبر پر ۲۶ مه په فرانس کې د پیغمبر اسلام د خاکو د خپرولو خلاف یو قرارداد په اکثریت منظور کړی دې. دغه قرارداد د بهرنیو چارو وزیر شه محمود قریشي وړاندې کړ. پر دغه وخت ځینو مخالفو سیاسي مشرانو پر حکومت نیوکې وکړې چې د دغه قرارداد پر راوړلو کې یې له تاخیره کار واخېست، خو شاه محمود قریشي وویل باید پر دې مسله ټول سیاسي ګوندونه متفقه رای ورکړي. له دې وړاندې د پاکستان سېنټ هم په دې اړه یو مزمتي قرارداد منظور کړی.

دا له هغې وروسته ده چې په فرانس کې د یو استاد د وژنې د پېښې پر ضد په مظاهرو کې ځینو خلکو د پیغمبر اسلام په اړه ځېنې خاکې ښودلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG