د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې ناروغان د پاکستانۍ وېزې په تمه دي


جلال اباد کې وګړي د پاکستانۍ وزیرو اخېستو لپاره راټول دي. د ګڼې ګوڼې له کبله ورته په یوه لوبغالې کې د ویزو اخېستو چارې ترسره کېږي.
جلال اباد کې وګړي د پاکستانۍ وزیرو اخېستو لپاره راټول دي. د ګڼې ګوڼې له کبله ورته په یوه لوبغالې کې د ویزو اخېستو چارې ترسره کېږي.

د ننګرهار اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې ولایت کې د یوه پرمختللي روغتون د نشتوالي له امله دوی اړ دي چې خپل ناروغان د تشخیص او درملنې لپاره د پاکستان روغتونونو ته بوځي.

خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د ختيځ ميډیکل کمپلکس په جوړېدو سره به دوی په دې وتوانېږي چې د هر ډول ناروغ تشخیص او درملنه په کور دننه وکړي.

د اکتوبر په یو ویشتمه نېټه چې په جلال اباد په زرګونه ښځینه او نارینه د پاکستان د وېزې د تر لاسه کولو لپاره فټپال لوبغالي ته ورټول شوي ول، د ټېل ماټېل له وجې په کې د درېیو نارینه په ګډون پينخه ويشت تنه ښځینه وو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې په دې کې اکثره مېرمنې د درملنې لپاره پاکستان ته تللې.

د ننګرهار اوسېدونکي وايي چې که په دې ولایت کې د تشخیص او درملنې مجهز روغتون وای، دوی به نه مجبوره کېدل چې خپل ناروغ د درملنې لپاره پاکستان ته یوسي.

د طارق په نوم یو تن چې نیکه يې ناروغه دی او پاسپورټ يې د پاکستان د وېزې لپاره اسانچارې کمېټې ته سپارلی، وايي چې د ناروغ تکلیف يې ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی خو معلومه نه ده چې کله به ورته د وېزې نمبر رسېږي.

دی زیاتوي کرونا وایرس ټولبند کې یې له پاکستانه دوايي وراوړې وې، هغه هم اوس خلاصه شوې. پاسپورټونه یې د پاکستان د وېزې لپاره ورکړی دی. اوس يې حالات ډېر خراب شوي دي. نوموړي غوښتنه وکړه حکومت ته په کار ده چې د پاسپورټونو او وېزو په باره کې جدي ګامونه واخلي.

د ببرک په نوم يو بل تن وايي، د کورنۍ يوه ماشومه يې په سړه مرمۍ لګېدلې او زړه ته يې کښېوتې ده. د ده په خبره په ننګرهار کې ورته ډاکټرانو ویلي چې د اپرېشن لپاره يې پاکستان ته ورسوي، خو دا چې ماشومه او پلار يې پاسپورټ نه لري، نو مجبوره شوي چې د کوټې چمن له لارې خپل ناروغ پاکستان ته بوځي:

"زموږ د اتو کلونو وړه ماشومه نجلۍ چې د پيکا په سړه مرمۍ پر مټ لګېدلې وه او ګولۍ يې د اوږې له لارې زړه ته رسېدلي، دلته ډاکټرانو کوشش وکړ چې ګولۍ ترې وباسي خو ونه توانېدل. اوس يې د کوټې په لاره پاکستان ته د اپرېشن لپاره وړو."

څو کاله وړاندې په ننګرهار کې د ختيځ مېډیکل کمپکلس په نوم د شپږ سوه بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوي. د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصیر احمد درانی وايي چې د کمپلکس د ودانۍ د جوړېدو چارې اتیا سلنه بشپړې شوې، په راتلونکي کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې تر ډېره به ورسره د هغو ناروغانو تشخسص او درملنه په کور دننه تر سره شي چې اوس د درملنې لپاره پاکستان ته روان دي.

نوموړی وايي: "ختيځ میډيکل کمپلکس چې په ۲۷۰ جريبه ځمکه دی، ودانېزې چارې يې تر اتیا سلنې لوړې شوې دي، د طبي تجهیزاتو لپاره يې وزارت ته وړاندیز شوی دی، امید دا دی چې د ساختماني چارو په بشپړېدو سره به تجهیزات هم وشي. او هلته موږ د يوه معیاري لابراتوار او تشخیصه مرکز غوښتنه هم کړې ده، نو د هغې په فعالېدو سره به هغه ناروغان چې د درملنې او تشخیص لپاره پاکستان ته ځي، د هغوی درملنه به په ننګرهار کې ممکن وي او د تګ ضرورت به نه وي، خو بیا هم که څوک د ميديکل ټرورېزم ، یا سیاحتې درملنې په خاطر ورځي، دا به بیا جدا مسله وي."

ډاکټر درانی زیاتوي چې ختيځ مېډیکل کملپکس به په نويو او ماډرن طبي وسایلو او مجهز لابراتوار سنبال وي په بېلابېلو برخو کې به ورته متخصص ډاکټران په دندو وګمارل شي.

XS
SM
MD
LG