په اروپا او امریکا کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومتونه د وبا کنټرولولو په موخه نور اقدامات کوي.
روانه اوونۍ د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د وایرس د پېښو د خورا زیاتېدو خبرداری ورکړ چې په وینا یې روغتیايي نظامونه ښايي تر لا زیات فشار لاندې راولي.
په امریکا کې د یوې اوونۍ په موده کې د کووېډ-۱۹ پېښو اوسط شمېر نېږدې ۷۰،۰۰۰ ته ورسېد چې د جولای په میاشت کې په یوه اوونۍ کې د ناروغانو له اوسطه زیات دی.
بلخوا په اروپا کې د وبا دویمه څپه په تېزۍ خپرېږي او هېوادونه د نورو اقداماتو په ذریعه د وایرس مخنیوي هڅې په دې هیله کوي چې ځانونه له بشپړ ټولبنده وژغوري.
په پسرلي کې ټولبندونو د ګڼو هېوادونو اقتصادونه ځپلي ول.
د اېټالیې وزیراعظم جوزیپي کونتي د اکتوپر پر ۲۵مه تر هغې وروسته د کورونا وایرس وبا مخنیوي په موخه محدودیتونه اعلان کړل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هغه هېواد کې شاوخوا ۲۰،۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې.