د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اټومي وسلو د بندیز یوه نړیواله موافقه به د راتلونکې جنورۍپای کې عملي شي


پر اټومي وسلو د بندیز لپاره وخت په وخت مظاهرې کېږي.
پر اټومي وسلو د بندیز لپاره وخت په وخت مظاهرې کېږي.

ټاکل شوې چې پر اټومي وسلو د بندیز یوه نړیواله موافقه د ۵۰م هېواد تر منظورۍ وروسته د جنورۍ په پای کې عملي شي.


د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېرش ویاند د اکتوبر پر ۲۴مه په بیان کې ویلي چې د اټومي وسلو د بندیز تړون به د ۲۰۲۱ز د جنورۍ پر ۲۲مه عملي شي.

د اټومي وسلو د ختمولو کیمپېن په بیان کې ویلي چې هونډوراس پرون دا تړون منظور کړ چې معنا یې دا ده چې دا نړیواله موافقه به د درو میاشتو په موده کې نافذه شي.

دې نړیوال کیمپېن د موافقې د عملي کولو لپاره هلې ځلې کړې دي او په ۲۰۱۷ز کال کې یې د سولې نوبېل انعام وګاټه.

د کیمپېن مشرې پیټریس فېن په بیان کې ویلي چې دا ګړۍ د جاپان پر هېروشیما او ناګاساکي ښارونو د اټومي بمونو ورولو ۷۵ کاله وروسته راغلې.

د هغې په خبره، ملګرو ملتونو جوړېدو پر وخت هم ویل شوي ول چې اټومي وسلې به ختموي. د سره صلیب نړیوالې ادارې مشر پیټر ماورر دا تړون د ((بشریت د بریا)) بللې ده.

دا موافقه د اټومي وسلو پر استعمال، جوړولو، تیاري، ازموینې، زخیره کولو او د استعمال پر ګواښ بندیز لګوي.

دا موافقه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ/جرګې د ۲۰۱۷ز کال په جون کې د ۱۲۲ هېوادونو په منظورۍ، ومانه.

خو اټومي وسلې لرونکي هېوادونو لکه امریکا، برتانیې، فرانسې، چین او روسیې دا موافقه نه ده لاسلیک کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG