د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د خبريال علي عمران سید تری تم کېدو غبرګونونه راپارولي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان جیو تلویزون د اکتوبر پر ۲۳مه په کراچۍ ښار کې د خپل یو خبریال علي عمران سید د لادرکه کېدو خبر ورکړی.

د جیو ټیلي ویژن ترمخه، علي عمران د اکتوبر د ۲۳مې په ماسخوتن د اوو او اتو بجو ترمنځ له کوره ووت او کورنۍ ته یې د بیرته ورتللو ویلي ول خو د څو ګنټو تېریدو وروسته هم کور ته نه دی ستون شوی.

د جیو ټیلي ویژن انتظامیه وايي، د کراچۍ پولیس چارواکي یې د عمران د لا درکه کېدو نه خبر کړي دي او کورنۍ یې هم رپوټ په سچل تاڼې کې کړی دی. خو ډان ورځپاڼې ته د سچل تاڼې ایس ایچ او هارون کورایې ویلي چې د عمران کورنۍ درخواست جمع کړی خو اېف ايي ار تراوسه نه دی رجسټرډ شوی.

د جیو ټیلي ویژن مینجینګ ډایریکټر او خبریال اظهر عباس پر ټویټر لیکلي چې علي عمران تراوسه لادرکه دی او هغوی له وفاقي ، صوبايي حکومتونو او قانون نافذکونکو ادارو سره په رابطه کې دي.اظهر عباس زیاتوی، د هغوی لومړیتوب د علي عمران ژر تر ژره او په خوندي توګه موندل دي.


د سیند وزیراعلا مراد علي شاه د پیښې نوټس اخیستی او په دې اړه یې د پولیسو له مشر سره خبري کړې دي.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز او د پیپلز ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري په ګډون ځينو نورو سیاستوالو هم د علي عمران د ژر تر ژره موندولو غوښتنه کړې ده.

ډان ورځپاڼې د مریم نواز په حواله لیکلي چې علي عمران په مبینه توګه د کیپټن صفدر د ګرفتارۍ په اړه د سي سي ټي وي کیمرې د ریکارډنګ له نورو سره د شریکولو له وجې اوچت کړل شوی دی.

په جنوبي ایشیا کې د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل په ټویټر لیکلي چې د جیو نیوز خبریال علي عمران سید لد اکتوبر له ۲۳مې راهیسي له کراچۍ څخه لادرکه شوی دی او انديښنه ده چې هغه د خپل صحافتي کار له وجې جبري لاردکه شوی دی او باید چارواکي د هغه په اړه ژر تر ژره معلومات وکړي.


د پاکستان د اطلاعاتو وزیر شبلي فراز بیا پر ټویټر لیکلي چې هیله لري علي عمران ژر خپلې کورنۍ او ملګرو سره یو ځای شي.


د شبلي فراز د ټویټ په ځواب کې د پاکستان د بشري حقونو وزیري شیرین مزاري بیا پر ټویټر لیکلي چې هېڅ څوک باید په جمهوریت کې لادرکه نشي. موږ په جرمونو کې د ککړو کسانو خلاف د ترهګری ضد د قوانینو په ګډون سخت قوانین لرو.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم خبریالان همداسې په مرموز ډول ترۍ تم کړل شوي دي. د حکومت استخباراتي ادارې پر دې تورنې دی چې د صحافت پر وړاندې خنډ جوړېږي او خبریالان په ازاد مټ کار کولو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG