د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تاج بي بي درې مېړونه په جنګ کې وژل شوي


تاج بي بي وايي، د څلورم خاوند د وژل کېدو صدمه به برداشت نه کړای شي.
تاج بي بي وايي، د څلورم خاوند د وژل کېدو صدمه به برداشت نه کړای شي.

د تاج بي بي په نوم مېرمن چې د افغانستان کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ ده، پرلپسې درې خاوندانو ته چې سره وروڼه ول، او د افغان ملي پوځ په لیکو کې وژل شوي ول، په نکاح شوې او څلورم ورور ته چې هغه هم په ملي پوځ کې سرتېری دی په نکاح شوې ده.

د تاج بي بي يو بل لېور هم د ملي پوځ په لیکو کې د بمي چاودنې له امله په دواړو سترګو ړوند شوی او بل لېور يې چې هغه هم ملي پوځ سرتېری و، دنده يې پرېښې چې اوس د خپل کور سرپرستې ورترغاړې ده.

دغه کورنۍ وايي چې تر اوسه ورسره حکومت هېڅ ډول امتیازي مرستې نه دي کړي خو د کونړ ولایت چارواکي وايي چې تر يوه حده مرستې يې یادې کورنۍ سره کړي دي.

د کونړ ولایت له مرورۍ ولسوالۍ سره تعلق لرونکي تاج بي بي وايي، کابو نهه کاله د مخه يې له يوه ځوان سره واده وکړ او له واده څه موده وروسته يې خاوند د افغان ملي پوځ په لیکو کې سرتېری شو خو کله چې ووژل شو، دویم ورور ته په نکاح شوه.

د هغې دویم خاوند هم د ملي پوځ په لیکو کې سرتېری و او هغه هم په جنګ کې ووژل شو او بیا دریم ورور ته چې هغه هم د ملي پوځ په لیکو کې دنده اجرا کوله، په نکاح شوه او د هغه له وژل کېدو وروسته څلورم ورور ته چې دی هم د ملي پوځ سرتېری دی. په نکاح شوې ده.

عزیز الرحمن چې د تاج بي بي لیور دی. د ملي پوځ په لیکو کې يې دنده اجرا کوله چې اوس يې دنده پرېښې او د خپل کور سرپرستې کوي.

عزیز الرحمن وايي، په دې وطن مې درې ورونه له لاسه ورکړل
عزیز الرحمن وايي، په دې وطن مې درې ورونه له لاسه ورکړل

نوموړی د خپلې کورنۍ په اړه مشال راډيو ته وايي:" په دې وطن کې مې درې ورونه له لاسه ورکړل چې يو فتح الرحمن نومېده په ۲۰۱۱ز کال کې شهيد شو. بل ورور مې رحیم الله نومېده چې په خاصه قطعه یا واکنش کې يې دنده لرله، په ۲۰۱۳ز کال شهيد شو. دریم ورور مې په میدان وردګ ولایت سالارو کې په ۲۰۱۷ز کال شهيد شو، بل ورور مې چې هغه هم د ملي پوځ سرتېری و، په بمي چادونه کې يې دواړه سترګې ړندې شوي. او وریندار مې چې له درې مړونو څخه کونډه شوه، اوس مې څلورم ورور ته په نکاح کړی چې دی هم د ملي پوځ په لیکو کې سرتېری دی."

د اسلام دین پېغلو او په ځانګړې توګه کونډو ته د مېړه کولو اختیاري حق ورکړی، خو دا چې په پښتنې ټولنه کې يو شمېر بد رواجونه اوس هم پالل کېږي، تاج بي بي خپلې رضا ته د کورنۍ په رضایت ترجیح ورکړي ده. نوموړي مشال راډیو ته وايي:

"ما چې لومړی واده وکړ، ښه خوشحاله وم. یو زوی مې پیدا شو، موږ ټول خوشحاله وو، خواښې او خسر مې هم ډېر خوشحاله وو. خو هغه شهيد شو. د خواښې او خسر د زړه د خوشحاله کولو لپاره مې بل لیور سره نکاح وشوه. ژوند مې ورسره ښه و، ما ویل غم به مې ورسره غلط وي، دا هلک به رازلمی شي، خو هغه هم شهيد شو. دریم ورور ته په نکاح شوم."

دا چې تاج بي بي دریم ورور ته په نکاح شوه، څه ډول احساس يې کاوه؟

نوموړي په دې اړه مشال راډیو ته وایي: "دا احساس مې کاوه چې د خواښې او خسر سترګو ته مې کتل چې دوی خوشحاله وي، موږ به ورسره خوشحاله یوو. خو چې دا دریم خاوند مې هم شهيد شو، سخته يې خفه کړم. زموږ خو کور اور او ژوند همدا و چې ختم شو."

تاج بي بي وايي، د څلورم خاوند د وژل کېدو صدمه به برداشت نه کړی شي، حکومت ته په کار دي چې په کور معاش ورکړي او په اولادونو يې ښه تعلیم وکړي.

"زه دا غواړم چې ما ته خدای یو زوی راکړی، څلور مې جینکۍ دي، جینکۍ مې هم تعلیم وکړي او دا زوی مې هم ښه تعلیم وکړي. چيرته مشر شي، افسر شي، خاوند مې چې په ملي پوځ کې سرتېری دی، هغه ته په کور معاش ورکړي، ځکه چې د ده د مرګ صدمه به زه برداشت نه کړای شم."

د تاج بي بي لیور عزیزالرحمن وايي، ورونو يې د خپلې خاورې ساتنې په لار کې سرونه نذرانه کړي، خو یو ورور ته يې په خپل کلي کې د قبر ځمکه په بیه اخیستې چې لا هم د قبر د ځمکې پوروړی دی.

تاج بي بي وايي، خاوند مې چې په ملي پوځ کې سرتېری دی، هغه ته په کور معاش ورکړي، ځکه چې د ده د مرګ صدمه به زه برداشت نه کړای شم
تاج بي بي وايي، خاوند مې چې په ملي پوځ کې سرتېری دی، هغه ته په کور معاش ورکړي، ځکه چې د ده د مرګ صدمه به زه برداشت نه کړای شم

نوموړی وايي چې دوی سره د اکرامه په نوم يوازې د وژل شويو سرتېرو د کلنۍ تنخواه ګانو پرته د حکومت له لورې هيڅ ډول مرسته نه ده شوې: "زه نن د کرایه په کور کې ژوند کوم، ورور مې په پردۍ هدیره کې پروت دی، پينځه لکه څلوېښت زره روپۍ راباندې د هغې پور دي. ما سره د معاش نه علاوه يوه روپۍ چا مرسته نه ده کړې.نه والي صاحب له مانه ځان خبر کړی، نه ولسمشر له مانه ځان خبر کړی، نه د دفاع وزیر صاحب له مانه ځان خبر کړی، زه په يوه غریزه علاقه کې ژوند کوم چې هر وخت د انداخت د لاندې ده."

د دوی د غوښتنو پر وړاندې د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم مشال راډیو ته وویل، ولایتي ادارې یادې کورنۍ سره تر یوه حده مرسته کړې، خو که دوی ستونزې ولري، ولایت مقام ته دې عارض شي، ستونزې به يې هوارې شي:

"د دې خلکو موضوع ته يو څه لاسرسی شوی دی. د ولسوالۍ لخوا ورسره مرستې هم شوي، خو که بیا هم دوی په کومه برخه کې ستونزه ولري، ولایت مقام د دوی په مخ کې دی او د دوی هرې غوښتنې ته به لاسرسی کوي، ځکه چې په عموم کې د شهيدانو کورنیو ته لاسرسي د ولایتي ادارې لومړيتوب دی او هغو چې د هيواد په لاره کې يې خپل خواږه ځانونه قربان کړي، د امنیتي ځواکونو شهيدانو وارثینو حقونو ته د لاسرسي په برخه کې موږ ډېره پاملرنه کړې او د دې کورنۍ هری غوښتنې ته به لاسرسی وشي."

د افغانستان په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازی استاد نعمت الله کریاب وايي چې د دغې قرباني کورنۍ ټوله کیسه يې د ملي دفاع وزارت له رهبرۍ سره شريکه کړې، خو تر اوسه ورسره هيڅ ډول مرستې نه دي شوي: "داسې کمساري کورنۍ دي چې د افغانستان په روانه جګړه کې يې ډېرې قربانیانې ورکړي چې يوه هم په کې همدا د مرورۍ ولسوالۍ اړوند کورنۍ ده. موږ د دوی داستان او کیسه په مستقیمه توګه د افغانستان د دفاع وزارت مسوولینو ته رسولې او ترې مو غوښتني چې د دغې خلکو او د دې کورنۍ د اولادونو غم وخوړل شي، زده کړو ته يې زمینه برابره شي، او لږ تر لږه دوی د یوه کور څښتنان شي."

استاد کریاب زیاته کړه، د افغانستان د ملي پوځ په لیکو کې ۳۷ زره کونړي ځوانان په دندو بوخت دي چې تر نورو ولایتونو يې شمېره زیاته او قرباني يې هم د نورو هغو پر تله زیاته ده.

اوس چې په قطر کې د طالب استازو او افغان دولت تر منځ خپلمنځي خبرې پیل شوي، تاج بي بي وايي، روانو جګړو ډېره دردولې، په نورو مېرمنو یې د جګړو تراخه پېرزو نه دي.

هغه د سولې خبرو ته خوشبينه ده او طمعه لري چې په هیواد کې به روانه جګړې پای ومومي: "سوله دې الله تعالی په دې ملک راولي. اکثره ځوانان په افغانستان کې جنګونو وخوړل، هر کور په وير اخته دی، د دواړه طرفونو نه هیله لرو چې سوله وکړي."

یوازې تاج بي بي نه ده چې یو په بل پسې ورونو ته په نکاح شوې، په افغانستان کې ګڼې مېرمنې په روان جنګ کې د تاج بي بي په سرنوشت اخته دي.

XS
SM
MD
LG