د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کویډ، چاپېریال او توکمپالنې د ټرمپ او بایډن ناندرۍ


وروستۍ ټاکنیزه مناظره
وروستۍ ټاکنیزه مناظره

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ او پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن بېګا په اخري مناظره کې پر داسې وخت له یو بل سره تود بحث وکړ چې د نومبر د درېمې ولسمشریزو انتخاباتو ته له دوو اوونیو کم وخت پاتې دی.

ټرمپ له بایډنه په زیاتره نظر پوښتنو کې شا ته دی. د کورونا وایرس جهاني وبا د مناظرې لومړۍ موضوع وه او ټرمپ د ناروغۍ کنټرولولو په موخه د خپلو اقداماتو دفاع وکړه. ده وویل چې امریکا له وایرس سره اوسېدل زده کوي او دا چې واکسین به د روان کال تر پایه تیار شي. ټرمپ، همداراز، د کاروبارونو د بیا پرانیستو او اقتصاد ژغورنې غږ وکړ.

ټرمپ ــ بايډن مناظره: تاوده بحثونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:35 0:00

خو بایډن په ځواب کې وویل چې اوسمهال چې جهاني وبا د خپرېدو په حال کې ده، ټرمپ د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې په 'تور ژمي' کې د مړینو مخنیوي هېڅ پلان نه لري. ده وویل، تر اوسه له ناروغۍ ۲۲۰،۰۰۰ کسان مړه شوي. د بایډن په خبره، هغه کس چې د دومره زیاتو امریکایانو د مړینو مسوول دی باید د هېوادولسمشر په توګه پاتې نشي.

ټرمپ پر بایډن لفظي بریدونه هم وکړل، هغه یې په اداري فساد ککړ سیاستوال وباله او یو ځل بیا یې پر بایډن او د هغه پر زوی هنټر تورونه پورې کړل. د بایډن زوی له ۲۰۱۴ز کال څخه تر پېنځو کلونو پورې د اوکراین د انرژۍ شرکت برېسما د مشرانو په بورډ کې کار کړی وو.

بایډن وویل، زوی یې په برېسما کې د دندې پرمهال هېڅ نامناسب کار نه وو کړی او بیا یې پر ټرمپ ګوزار وکړ چې هغه اصلاً له اوکراین سره د معاملو پر سر مواخذه شوی وو. په مناظره کې د ولسمشرۍ دواړه نوماندان پر ملي امنیت، نسلي ستونزو، د انتخاباتو پر امنیت، چین، مهاجرت، د اقلیم بدلون او توانایۍ او اقتصاد هم وغږېدل.

دواړو انتخاباتي سیالانو تر یو نیم ساعته په ټېلېوېژن له یو بل سره دلیلونه وویل خو دا مناظره یې د لومړي بې نظمه بحث پرتله خورا منظمه روانه وه ځکه چې دا ځل پکې یوه قاعده دا وه چې د یو نوماند د خبرو پر وخت د بل مایکروفون بند وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG