د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د عمران خان ټایګر فورس په ټولنه کې شخړې زېږولای شي'


وزیر اعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د کورونا وبا نه د بچ کېدو لپاره د ټایګر فورس په نوم یوه ډله جوړه کړې چې اوس یې ورته د ګرانۍ د جاج اخیستو کار هم سپارلی دی.

د دې ډلې غړې وايي د ولس د ښیګړې لپاره رضاکارنه کارونه کوي. خو پر دې فورس د ځینو خلکو لخوا اعتراضات هم مخې ته راغلي دي چې د دې ډلې زیاتره غړي د تحریک انصاف ګوند پلویان دي نو کیدای شي چې دوی رښتنې مسلې راپورته نه کړي او ورسره په ټولنه کې د خلکو ترمنځ اختلافات هم زیاتیدای شي. مدني فعالان وايي باید حکومت ټایګر فورس ته د خپل کار په اړه روزنه ورکړي.

په خیبرپښتونخوا کې د ټایګر فورس غړي وايي، دوی دا مهال د کورونا وبا څخه د بچ کېدو لپاره پوهاوې او د ګرانۍ او شیانو د نرخونو په اړه حکومتي ادارو ته معلومات ورکوي.

په لکي مروت کې د ټایګر فورس یو غړي اشفاق مروت د اکتوبر پر ۲۰مه مشال رېډيو ته وویل چې دوی دا کار په رضاکارانه توګه کوي او ورته هره اونۍ ضلعي انتظاميه د احتیاطي تدابیرو او د ګرانۍ په اړه د معلوماتو ورکولو لړ کې روزنه ورکوي.

((سیول ډیفنس یوه اداره جوړه شوې وه خو په هغه کې خلکو ډیره دلچسپي وانخیسته نو بیا د کورونا وبا پر مهال وزیراعظم ټایګر فورس جوړ کړ. موږ به د وبا نه د بچ کېدو لپاره د احتیاطي تدابیر ښودل. بیا یې موږ ته وروسته د شجرکاری کار هم راکړ او اوس یې راته د ګرانۍ په اړه حکومت ته د معلومات کار راکړی دی نو موږ د نرخونو او د دوکانونو جاج اخلو او بیا هغه معلومات ضلعي انتظامیې ته ورکوو.))

اشفاق مروت زیاته کړه چې دا مهال په پاکستان کې د ټایګر فورس لس لکه غړي دي چې پکې تر ټولو زیات په پنجاب او په دویم نمبر په خیبرپښتونخوا کې دي.

د مارچ په نیمايي کې د کورونا وبا د مخنیوی لپاره په پاکستان هم ټولبند ولګول شو. دغه مهال وزیراعظم عمران خان ولس ته د کورونا وبا نه د بچ کېدو لپاره د پوهاوي ورکولو لړ کې د هلکانو او جینکو د ټایګر فورس په نامه ډله وګمارله. په دې کې زیاتره غړي د تحریک انصاف ګوند پلویان دي.

وزیراعظم د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه د ټایګر فورس پر ځوانانو غږ وکړ چې هغوی دې د کورونا وبا په اړه د پوهاوې ترڅنګ اوس په دوکانونو، بازارونو او منډیانو وګرځي او هغه دوکانداران دې معلوم کړي چې سودا په ګرانه بیه خرڅوي.

په بره دیر کې د ټایګر فورس غړي ابرار خان وویل چې یوازې د دوی په سیمه کې شاوخوا درې زره هلکان او جینکۍ په ټایګر فورس کې شامل شوي دي. نوموړي زیاته کړه،

((موږ د کورونا وبا پر مهال ځان ته نه دی کتلی، د انسانیت لپاره مو د وبا پر مهال کار وکړ. موږ له چا دا پوښتنه نه کوو چې ولې مو دا کار کړی دی، بس صرف معلومات راغونډوو.))

د اکتوبر پر ۱۶مه په مومندو کې د ټایګر فورس د غړو او د ځايي دوکاندارانو ترمنځ له تاو تریخوالي وروسته پولیسو دوه دوکانداران ونیول او حوالات کې یې واچول. دوکاندارانو بیا په یو احتجاج کې وویل چې د ټایګر فورس غړي یې په دوکانونو چاپي وهي او له دوی د شیانو د نرخونو زیاتېدو په اړه بې ځایه پوښتنې کوي.

د اکتوبر پر ۱۷مه د پېښور هایکورټ یو وکیل بابر خان یوسفزي مشال راډیو ته وویل چې د ټایګر فورس هېڅ قسمه قانوني حیثیت نشته او که چیرې د داسې ډلو غړي د ولسي انتظامیې واک په لاس کې واخلي نو پرې د قانون ترمخه مقدمه کیدای شي.

)) د قانون په نظر کې د ټایګر فورس هیڅ حیثیت نشته، د ټایګر فورس کار یوازې حکومت خبرول دي.))

په خیبر کې مدني فعال منظور اپریدی وايي چې د ټایګر فورس غړي خپل کار د ولس د ښیګړې لپاره ګڼي خو د داسې ډلو جوړیدو سره د ګوندونو او په ټولنه کې د ولس ترمنځ اختلافات او شخړې رامنځته کېدای شي. نوموړي زیاته کړه، حکوت باید ټایګر فورس ته لومړی روزنه او امنیت ورکول یقیني کړي.

(( د ټایګر فورس هیڅ تربیت نه دی شوی. دا د حکومت زمه واري ده چې که چیرته ګراني وي یا څوک ناانصافي کوي نو حکومتي ادارې په حرکت کې راځي. دې حکومت داسې حالات جوړ کړي چې دا خلک نور په خپل منځ کې جنګوي. دا به یوه بله شخړه رامنځته کړي. د دې چاته څه پته ده چې ټایګر فورس کې ایمانداره څوک دی. دې سره نوره درغلي زیاتیدای شي.))

دا پوښتنه هم راپورته کېږي چې پوهاوې ورکول یا د ګرانۍ په څیر د خبرو په اړه حکومت ته معلومات ورکول او په ګرانۍ قابو اچول د سرکاري ادارو کار دی نو بیا حکومت دا کار په ټایګر فورس ولي کوي،

د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړی اقبال اپریدی د دې په ځواب کې وايي چې ټایګر فورس د عام ولس استازیتوب کوي او د ټولنې رښتنې مسلو جاج اخیستو سره هغه حکومتي ادارو ته په ګوته کوي.

(( د ټایګر فورس مقصد د هغو کسانو نمایندګي ده چې په لیرې پرتو سیمو کې اوسیږي او په ځايي انتظمیه، تاجرانو یا په نور چا تحفظات لري نو ټایګر فورس هغه رپوټ کړي. د ټایګر فورس کار خدمت دی د خلکو تنګول نه دي.))

په اسلام اباد کې د اکتوبر پر ۱۷مه ټایګر فورس کنوینشن ته د ویا پر مهال وزیراعظم عمران خان وویل چې ټایګر فورس به به په راتلونکو ورځو کې په هېواد کې د شجرکارۍ ، د تالابونو او سیند پاکولو په ګډون نور کارونه هم سپاري.

XS
SM
MD
LG