د لاسرسي ځای

تازه خبر

صديقي: تاوتريخوالی زیات شوی خو مذاکرات نه ودروو


صدیق صديقي
صدیق صديقي

افغان حکومت وايي، د طالبانو لخوا د هیواد په بېلابېلو برخو کې د جګړې شدت به هغوی اړ نه کړي چې له قطر څخه خپل مذاکراتي ټیم چې په بین الافغاني خبرو کې برخه اخلي، واپس وغواړي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، د تاوتریخوالي او ترهګریزو حملو مسؤلیت په طالبانو پورې اړه لري، په ځانګړې توګه د دغې ډلې مشرانو ته چې په قطر کې دي، ځکه چې د نوموړي په وینا، په هغه څه چې په لومړیو کې یې ژمنې کړې وې، عمل ‌یې پرې ونه‌کړ.

د بدخشان فیض‌اباد او د هلمند لښکرګاه پر ښارونو د طالبانو له حملو وروسته د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شدت موندلی دی.

د طالبانو وروستیو حملو د نړیوالو غبرګونونه هم راپارولي او دغه ډله‌یې د دوی او امریکا ترمنځ د توافق په نقض تورنه کړې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "دا باور چې د مذاکراتو په مېز کې د امتیاز د ترلاسه کولو لپاره تاوتریخوالي ته شدت ورکړل شي، ډېر ګواښوونکی دی او دا شان کړنه کولای شي د سولې پروسې ته زیان ورسوي.”

په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت د پلاوو ترمنځ بيا خبرې شوې دي. د افغان پلاوي يو استازی، نادر نادري پر ټويټر ليکلي چې په دې خبرو کې یې د پرتو خنډونو د ختمولو لپاره بحث کړی دی. دواړه خواوې لا هم د اصلي‌مذاکراتو د پېلولو لپاره په طرز عمل نه دی سلا شوي.

د افغانستان مرکچي پلاوی چې د سپټمبر له ۱۲مې د قطر په پلازمېنه کې دی، له طالبانو اوربند غواړي خو طالبان وايي لومړی باید په افغانستان کې د جګړې پر عواملو خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG