د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشرۍ کاندیدانو ټاکنيزې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي


د امریکا د ولسمشرۍ کاندیدان جوبايډن او ډونالډټرمپ
د امریکا د ولسمشرۍ کاندیدان جوبايډن او ډونالډټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه سیال جوبایډن د اکتوبر پر ۱۸مه (پرون) په هغو ایالتونو کې تېره کړه چې څلور کاله مخکې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې د مخالفو ګوندونو کاندیدانو ته رایې ورکړې وې.

ټرمپ چې خپل ټاکنیز کمپاین یې تېز کړی، دوولویدیځو ایالتونو، نوادا او کلیفورنیا کې په دوو ټاکنيزو غونډو کې ګدون وکړ.

ریپبلیکن ولسمشر چې د روانې میاشتې په پیل کې کرونا وایرس وهلی وو او له ټاکنیزو کمپایونو یو څه شاته پاتې شوی هڅه کوي چې خپل دریځ بیرته پیاوړی کړي.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

نوموړی نن په اریزونا ایالت کې په نورو ټاکنيزو غونډو کې ګډون کوي.

ټرمپ پرون ډېر بوخت وو.

په لاس ویګاس کې یې په نړیواله کلیسا کې په مذهبي مراسمو کې ګدون وکړ او وروسته کلیفورنیا ته ولاړ او هلته یې د کارسون ښار په یوه ټاکنيزه غونډه کې برخه واخیسته.

ټرمپ د مذهبي مراسمو له پیل مخکې په لنډو خبرو وویل چې دی له کلیساوو سره مینه لري او ورته ډېر د ویاړ ځای دی چې په کې ګډون کوي.

هغه د شل ډالري نوټونو یو بنډل د کلیسا د بسپنې راټولو په صندوق کې واچاوه.

نوادا هغه ایالت دی چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې د ریپبلیکن ګوند هېڅ یو کاندید په دې نه دی بریالی شوی چې په کې ډېرې رایي وګټي.

د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن پرون په خپل پلرني ایالت دلاور کې د رومان کاتولیکانو په کلیسا کې په مذهبي مراسمو کې ګډون وکړ او وروسته د ټاکنیز کمپاین لپاره د شمالي کارولینا ایالت ته ولاړ.

دا هم هغه ایالت دی چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې د ولسمشرۍ لپاره ټاکنيزو سیالیو کې هېڅ یوه ډیموکراټ کاندید نه دى وړی.

جوبایډن
جوبایډن

بایډن په کلیساکې تسبیح ښکاره کړې او ویې ویل چې دی دا تسبیح هره ورځ په جېب کې له ځان سره ګرځوي.

هغه زیاته کړه چې دی یو رومان کاتولیک دی خو خدای ته د دې لپاره دعا نه کوي چې دی وساتي بلکې ورته دعا د دې لپاره کوي ورته دا قدرت ورکړي چې هغه څه وګوري چې نور یې تېروي.

که بایډن دغه ټاکنې وګټي هغه به د امریکا په تاریخ کې له جان اف کېنېډي وروسته دوهم رومان کاتولیک ولسمشر وي.

دواړو ریپبلیکن او ډیموکراټ کاندیدانو رایې ورکونکي دې ته وهڅول چې خپل رایې وختي ورکړي.

تر اوسه شاوخوا ۲۸ ميلیون امریکایانو خپلې رایې د پوست له لارې ورکړي دي.

دا لومړی ځل دی چې د پوسټ له لارې دومره کسان رایې ورکوي او علت یې هم د کرونا ویروس خپره شوې وبا ده چې له خلکو سره اندېښنې شته چې د ټاکنو په ورځ د رایو په مرکزونو کې به د خلکو له ګڼې ګوڼې سره یو بل ته د دغه ویروس د خپرېدو خطر ډېر وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG