د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت دې د بلوچستان سرکاري روغتونونو ته دوایانې ورکړي: ځوان ډاکټران


د ځوان ډاکټرانو اتحادیې د دې پرضد د اکتوبر پر ۱۷مه په کوټه کې تر لاریون وروسته د پریس کلب مخې ته اختجاجي مظاهره هم کړې ده. (انځور: پخوانی احتجاج)
د ځوان ډاکټرانو اتحادیې د دې پرضد د اکتوبر پر ۱۷مه په کوټه کې تر لاریون وروسته د پریس کلب مخې ته اختجاجي مظاهره هم کړې ده. (انځور: پخوانی احتجاج)

په بلوچستان کې د ځوان ډاکټرانو اتحایه وايي چې د صوبې په هسپتالو کي د ناروغانو لپاره نه خو دوایاني سته او نه هم نورې اسانتیاوې.

د دوي په وینا، د دې له کبله نه یوازې ځايي ناروغان له ستونزو سره مخامخ دي بلکې د هغوي د خپلوانو له خوا په سرکاري روغتونو کې پر ډاکټرانو بریدونه هم کېږي.

د ځوان ډاکټرانو اتحادیې د دې پرضد د اکتوبر پر ۱۷مه په کوټه کې تر لاریون وروسته د پریس کلب مخې ته اختجاجي مظاهره هم کړې ده.

دوي‌ تور پورې کړ چې په روان کال کې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره په جاري شویو فندونو کې درغلۍ شوې دي.

د احتجاج مشرانو وویل چې په پاکستان کې د احتساب قومي ادارې – نېب - د بلوچستان د صحت محکمې د پخواني ډایریکټر جنرل پرضد د درغليو مقدمه درج کړې ده خو تراوسه نیول شوی نه دی.

د ځوان ډاکټرانو د اتحادیې مشر ډاکټر حفیظ مندوخیل مشال راډیو ته وویل چې که حکومت په صوبه کې سرکاري روغتونونو ته د دوایانو او نور اسانتیاو د ورکولو انتظام ونکړ نو دوي به د احتجاج په توګه له کاره لاس واخلي.

د بلوچستان د صوبايي حکومت ویاند لیاقت شاهواني مشال راډیو ته وویل چې صوبايي حکومت په سرکاري هسپتالونو کې ناروغانو ته دوایانو رسول باوري کولو لپاره سنټرلایز نظام ختمولو پریکړه کړې ده.

ده وویل چې اوس به د ډیوژن او د ضلعې په کچه هسپتالونو ته اختیار ورکړل شي چي هغه له خپلو اړتیاوو سره سم دوایان له مارکیټ څخه واخلي.

د لیاقت شاهواني په وینا، د حکومت د دې ګام به ډېر زر او ښه اغیز وي.

په بلوچستان کې د صحت محکمه د صوبې اعلا وزیر جام کمال خان له ځان سره ساتلې ده.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG