د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومندو دوکانداران وايي ټایګر فورس یې ناحقه ځوروي


په مومندو کې د کورونا ټایګر فورس د غړو او د ځايي دوکاندارانو ترمنځ له تاو تریخوالي وروسته پولیسو دوه دوکانداران نیولي او حوالات کې یې اچولي دي.

ټایګر فورس د وزیراعظم عمران خان لخوا ګومارل شوی چې پکې د سیمې ځوانان چې اکثر یې د تحریک انصاف ګوند غړي دي، په بازارونو کې ګرځي او د نرخونو جاج اخلي. خو دوکانداران پر دې خوشاله نه دي.

د غلنۍ یو دوکاندار حاجي بهرام خان چې د دوکاندارانو د اتحادیې مشر هم دی، د اکتوبر پر ۱۶مه یې مشال راډیو ته وویل:

"موږ له منډیانو سبزي راوړو، هلته راته سودا ګرانه راکوي، نو موږ بیا څنګه په ګرانه اخېستې سودا په ارزانه بیه خرڅه کړو. زموږ دا لانجه په دې شروع شوه چې حکومتي ادارې شته چې نرخونه کنټرولوي نو بیا ټایګر فورس ته څه حاجت دی؟"

د پاکستان د وزیراعظم لخوا د ټایګر فورس د جوړولو پرېکړه د کال په لومړیو کې شوې وه او د مارچ د ۳۱مې او د اپریل د ۱۰ مې نېټې په منځ کې د تحریک انصاف رضاکارو ځوانانو پکې خپل نومونه درج کړي وو. د احسایې ترمخه یو میلیون ځوانانو خپل نومونه د رضاکارو په حیث لیکلي وو.

د پاکستان وزیراعظم د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه یو وارې د ټایګر فورس پر ځوانانو غږ وکړ چې هغوی دې په دوکانونو، بازارونو او منډیانو وګرځي او هغه دوکانداران دې معلوم کړي چې سودا په ګرانه بیه خرڅوي.

خو دوکانداران وايي، ټایګر فورس هغوی ته لوی سرخوږی جوړد کړی دی. د غلنۍ بازار یو نانوايي نورزاده مشال راډیو ته وویل:

"د ټایګر فورس والا راځي او موږ نیسي چې ولې ډوډۍ ګرانه خرڅوو، خو دوی دې ته نه ګوري چې پخوا به د اوړو بیه ۳۰۰۰ روپۍ وه اوس ۶۰۰۰ ده. دلته په دوکان کې راسره شپږ اووه تنه کار کوي، که ډوډۍ ارزانه ورکړو نو دا خرچې به څوک پوره کوي؟"

مشال راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د مومندو د مرستیال کمېشنر نظر هم واخلي خو هغوی ځواب رانکړ. خو د پولیسو یو ځايي مشر طارق حبیب مشال راډیو ته وویل، کله چې د کمېشنرۍ انتظامیه له هغوی کسان وغواړي نو ورته یې ورکوي کوم چې د ټایګر فورس سره یو ځای بازار کې ګرځي او په ګرانه بیه سودا خرڅوونکي دوکانداران نیسي. نوموړي وايي، د کمېشنرۍ له امره پرته ټایګر فورس ته خپله نفري نه ورکوي.

په پاکستان کې د پیپلز ګوند په ګډون یو شمېر ګوندونو پر دې اعتراض هم کړی و چې د بیو د څارنې واک حکومت ولې ټایګر فورس ته ورکوي؟ د هغوی په وینا دا کار هېڅ قسمه جواز نه لري.

د پېښور هایکورټ یو وکیل بابر خان یوسفزي مشال راډیو ته وویل، که په کوم ځای کې دوکانداران په ګرانه بیه سودا خرڅوي نو دا بیا د هر وګړي ذمه واري جوړېږي چې حکومت ته اطلاع ورکړي خو د حکومتي کارونو پخپله کول هېڅ جواز نه لري.

نوموړی وايي، د ټایګر فورس هېڅ قسمه قانوني حیثیت نشته او د اکتوبر د ۱۶مې د پېښې پر ضد دوکانداران د ټایګر فورس پر ضد په تاڼه کې پرچې کټ کولی شي.

XS
SM
MD
LG