د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور د چټک بس پروژه د اکتوبر له ۲۵مې بیا فعالېږي


د پاکستان وزیراعظم د ۲۰۲۰ کال د اګست پر ۱۳مه د بي ار ټي بسونو پروژه پرانېستله.
د پاکستان وزیراعظم د ۲۰۲۰ کال د اګست پر ۱۳مه د بي ار ټي بسونو پروژه پرانېستله.


د پېښور دچټک بس پروژه به د اکتوبر ۲۵مې نه بیا فعاله شي.‌ دا خبره د بي‌ار ټي بسونو د انتظام ادارې ویاند عمیر خان د اکتوبر پر ۱۷مه مشال ریډیو ته وکړه.‌

نوموړي وویل د بسونو جوړونکې چینايی ډلې ماهرینو ډلې تحقیقات مکمل کړی دی او د بسونو هغه برخې یې وربدلې کړي دي‌ چې له امله یې اور لګېدلو واقعات شوي‌وو.‌

هغه وړاندې وویل:

"دا هایبرډ یا پر بیټرۍ چلېدونکي بسونه دي.‌ په دې کې په غیر عادي‌ ډول د بجلۍ تېرېدلو له امله کنټرولر او کیپیسټر متاثره شوي وو چې په نتیجه کې یې شارټ سرکټ وشو. له هغې وروسته په بسونو کې اور ولګېد. دا د هغوی ( چینايي ډلې ) معلومات وو چې راغونډ یې کړل. د مسلې د حل لپاره یې د کیپیسیټر درجه زیاته کړه او د کنټرولر هغه برخې یې وربدلې کړې چې پکې فرق راغلی و. په دې د حکومت یوه روپۍ هم نه ده لګېدلې ځکه چې بسونه، الات او پرزې هرڅه یې وارنټي لري‌. ‌البته هغوی د اکتوبر پر ۲۵مه د بسونو سروس د بیا پرانیستو سپارښتنه کړې. هغوی د مسلې اوږد مهاله حل لټولی دی چې د راتلونکو ۱۲ کالو لپاره د پېښور د چاپیریال سره سم به دا بسونه کارامد وي."

بي ار ټی بس سروس تر هغې وروسته درول شو چې کله په بسونو کې د اور لګېدو پېښې مخې ته راغلې. په وروستی‌وار د سپټمبر پر ۱۶مه د پېښور په حیات اباد کې یو بس اور اخیستې و چې له هغې وروسته ادارې وویل، د خپلو سپرلیو د حفاظت لپاره د څه وخت لپاره سروس ځنډوی. تر دې پېښې مخکې په دریو نورو بسونو کې د اور لګېدو پېښې شوې وې چې په یو کې هم چا ته ځانی نقصان نه و رسېدلی.

دغه پروژه د پیل راهیسې د تنقید ښکار ده. وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۰ کال د اګست پر ۱۳مه د دغې پروژې پرانیسته وکړه خو په پاکستان کې اپوزیشن ګوندونه تور لګوي چې تر وخته مخکې د پروژې پرانستو له کبله داسې پېښې مخې ته را روانې دي.‌

په پېښور کې یو ځايي خبریال لحاظ علي‌ وايي، دا په خیبر پښتونخوا کې تر ټولو غټه پروژه ده چې خلکو ته یې سهولت ضرور ورکړی دی. خو دغه قسمه پېښو په پروژه نیوکو ته نوره لاره هواره کړې ده.

"دا یوازې د پېښور نه بلکې د خیبر پښتونخوا د خلکو لپاره ډېره ښه وه. دا پروژه د شاوخوا ۳۰ ورځو لپاره چلېدلې او تقریبا ۳۰ لاکو خلکو پکې سفر کړی دی.‌ ندا مهال د بسونو سروس دریدو په نتیجه کې په ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده ځکه چې خلکو ته یوه معیاري سرویس په لاس ورغلی و. بلخوا په دغه پروژه ګوتې پورته کېدای شي. یو سوال دا دی چې ایا د ګولډن ډریګن په نوم کمپنۍ نه دغه بسونه اخیستل پکار وو کنه؟ په داسې حال کې چې په مارکیټ کې نورې غټې کمپنۍ هم‌ شته. د خیبر پښتونخوا حکومت دعویه لري‌چې بسونو کې فرق سم کړل شوی دی خو دا به کتل وي چې د راتلونکي‌ لپاره به دا څنګه کار کوي. بلخوا اپوزیشن ګوندونو چې کوم تنقید کاوه چې دا پروژه پایداره نه ده نو دا هغه نیوکې دي‌چې په دغه پروژه مسلسل کیږي."

د خيبرپښتونخوا واکمن ګوند تحريک انصاف دا یوه ګټه وره پروژه بولي. اپوزيشن وايي چې د شا او خوا ۷۰ اربه روپيو په دې پروژه کې حکومتي چارواکيو درغلي کړې ده خو هغويی دا تورونه نه مني.

‌‌په چټک بس پروژه (بي ارټي) په ۲۰۱۷م کال کې کار پیل شوی وو چې حکومت يې د بشپړېدو لپاره يوازې شپږ مياشتې وخت ورکړی وو خو د تخنيکي او تعميراتي نېمګرتياوو له وجې يې شاوخوا درې کاله وخت واخيست.

عمیر خان د میډیا د رپورټونو هغه خبره رد کړه چې ګواکې د اور لګېدو یوه وجه په بسونو کې رش یا د زیاتو خلکو سپریدل وو.

XS
SM
MD
LG