د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: ناټو ته وړونکي پوځي ګاډي او ټرالرې سوځول شوې


خیبر دروازه
خیبر دروازه

د خيبر په باړه کې په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو لپاره پوځي ګاډو وړونکو دوو ټرالرونو ته اور اچول شوی او څلور پوځي ګاډي پکې سوځېدلي دي.

پولیس او عیني شاهدان وایي نن د خیبر پښتونخوا د خيبر په باړه کې پر فرنټيېر سړک باندې ناڅرګندو وسله والو دغه ټرالرونه راایسار کړل، ډزې یې پر وکړې او ډرایوران یې یو خوا ته کړل. وروسته يې په ټرالرو کې پوځي ګاډو باندې پیټرول واچول او ويې سوځول.

د خیبر ریسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي وایي دوی له پېښې سمدستي وروسته ور رسېدلي او په ګاډو کې لګېدلی اور یې وژلی دی. بلخوا د خیبر انتظامي چارواکي وایي امنیتي ځواکونه هم د پېښې ځای ته رسېدلي او د پېښې د عاملينو پر ضد يې د لټون عملیات پیل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG