د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په ګډون نړۍ کې کورونا وبا بیا په خورېدو ده


د یونان - بلغاریه پر پوله تېرېدونکي د کویډ-۱۹ تر ټېسټونو هم تېرېږي.۲۰۲۰، ۱۹ جون
د یونان - بلغاریه پر پوله تېرېدونکي د کویډ-۱۹ تر ټېسټونو هم تېرېږي.۲۰۲۰، ۱۹ جون

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ویبپاڼه وايي چې د اکتوبر تر ۱۵مې په پاکستان کې د کورونا وايرس کېسونو شمېر درې لاکه يويشت زره دوه سوه اتلسو ته رسېدلی دی.

د پاکستان په ګډون په نړۍ کې د کورونا وایرس دوهمې څپې په نړۍ کې په میلونونه وګړي وهلي دي.

د پاکستان حکومت وايي دغلته یو وار بیا د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي. د منصوبه بندۍ او ترقۍ وفاقي وزیر اسد عمر د اکتوبر پر ۱۵مه پر خپله ټویټر پاڼه په یو بیان کې ویلي چې یوه ورځ مخکې د کوویډ -۱۹ ناروغۍ د مثبتو پېښو شرح 2.37 وه. د نوموړي په خبره دا په شااو خوا ۵۰ ورځو کې د ناروغۍ د مثبتو پېښو تر ټولو زیاته شرح ده. تېر ځل دغه کچه د اګست پر ۲۳مه وه.

اسد عمر وویل چې په لاهور، کراچۍ او اسلام اباد کې زیات کېسونه را روان دي او په مظفر اباد کې د مثبتو پېښو کچه ((ډېره زیاته)) ده.

وفاقي وزیر یو وارې بیا د پاکستان پر ولس غږ کړی چې په سنجیدګۍ سره د کورونا وایرس د مخنیوي حکومتي لارښوونو باندې عمل وکړي. نوموړي وویل که داسې نه وي نو حکومت ته به سخت اقدامات کول وي.

د اسد عمر دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په پاکستان او د نړۍ په نورو هیوادونو کې د کورونا وایرس کېسونو د بیا زیاتېدو په اړه اندېښنې پیدا شوي دي.

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ویبپاڼه وايي چې د اکتوبر تر ۱۵مې په پاکستان کې د کورونا وايرس کېسونو شمېر درې لاکه يويشت زره دوه سوه اتلسو ته رسېدلی دی.

د ویب پاڼې له مالوماتو سره سم د اکتوبر ۱۴مې او ۱۵مې تر منځ په ۲۴ ګنټو کې د کورونا وايرس اوو سوه شپږ پنځوس (۷۵۶) نوې کېسونه ریکارډ شوي او ۱۳ کسان تری مړه شوي دي. خو له کوویډ ۱۹ ناروغۍ تر درې لاکو پنځو زرو زيات کسان رغېدلي هم دي.

تر دې مخکې څو ورځې وړاندې اسد عمر ویلي وو چې شادي هالونه او هوټلونه د وایرس د خپرېدو غټې سرچینې دي نو ځکه د هغې لپاره نوې لارښوونې جاري شوي دي. د بلوچستان حکومت هم ویلي چې د کورونا وایرس دوهمه څپه راغلې ده.

کورونا وایرس او يورپ

بلخوا د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم د کورونا وایرس کېسونه زیات شوي دي. د روغتیا نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی دا ممکن ده چې په یورپ کې د کورونا وایرس کېسونه په زیاتېدو سره هلته د مړینې شرح هم زیاته شي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون له شمېر سره سم د اکتوبر تر ۱۵مې په نړۍ کې د کورونا وایرس کېسونو شمېره د درې کروړه، پنځه اتیا لاکه نه اوړېدلې ده. د پوهنتون شمېرې ښيي چې په نړۍ کې له کوویډ ۱۹ ناروغۍ لس لاکه دوه نوي زره څخه زیات کسان مړه شوي دي. خو تر ۲۶ ملیون زیات کسان ترې رغېدلي هم دي.

د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې په نړۍ کې د کورونا وایرس تر ټولو زیات کېسونه په امریکا کې ریکارډ شوي دي. په دویم نمبر هند دی چې پکې زیات شمېر کې کېسونه را روان دي. د کېسونو له پلوه برازیل پر درېم نمبر دی.

د کورونا وایرس کېسونه په زیاتېدو سره په بیلا بیلو هیوادونو کې نوی اقدامات شوي دي.

په یورپ کې حکومتونو د وايرس مخنيوي لپاره نور بندیزونه لګولي او محدودیتونه یې عملي کړي دي. په یورپ کې د ورځې په حساب ریکارډ کېسونه مخې ته را راوان دي. په سیمه کې هره ورځ تقریباً یو لاک کېسونه ریکارډېږي. اټلي، چیک جمهوریت، سویټزرلینډ، او روس په یورپ کې هغه هیوادونه دي چې د کورونا وایرس تر ټولو زیات کېسونه پکې مخې ته را روان دي. کارپوهان خبردارې ورکوي په دومره زیات تعداد کې د وایرس کېسونه د صحت په نظام ډېر فشار اچولی شي چې وار له مخه د طبي کارکوونکو کمې دی.

فرانس

په فرانس کې له جولای راهیسې په لومړي ځل حکومت د ولسي روغتیا بیړنی حالات اعلان کړی دی.

د فرانس ولسمشر ایمانویل میکخوا د مرکزي ښار پاریس علاوه په اتو نورو غټو ښارونو کې د لږ تر لږه څلورو هفتو لپاره د شپې مهال کرفيو اعلان کړی. دا ګرځبندیز به د اکتوبر له ۱۷مې عملي کېږي چې د شپې له نهو نه د سهار تر شپږو بجو پورې به خلک بهر نه شي راوتی.

سپېن

د سپېن چارواکي وايي چې په کاتالونيا سيمه کې به د راتلونکو ۱۵ ورځو پورې بارونه یا شراب خانې بندې وي. په اروپايي ټولنه کې د وایرس خپرېدو کچې له پلوه سپین په سر کې دې چې پکې نهه لاکه کېسونه تصدیق شوي دي او تر اوسه ترې 33000 کسان مړه شوي دي. شمالي ایرلینډ هم د څلورو اوونیو لپاره شرابخانې او رستورانونه تړلي دي.

هالينډ هم د شرابو په خرڅولو پابندي لګولې او په ولسي ځايونو کې یې ماسکونه اچول لازمي کړي دي.

روس

په روس کې په یوه ورځ کې تر 14000 زیات کېسونه ریکارډ شو چې د وبا خپرېدو پس تر اوسه تر ټولو لوړ ورځنی شمېر دی. په روس کې له ۱۱ ورځو راهیسې د ورځې په حساب تر لسو زرو زیات کېسونه ریکارډ شوي دي. بلخوا له روس نه زیات مالومات بهر نه راووځي نو دا هم ممکنه ده چې دا شمېر زیات وي.

چیک جمهوریت

په چیک جمهوریت کې چارواکو عادي وارډونه د کورونا وایرس د علاج ځایونو ته بدل کړي دي او غیرضروري کارونه یې ځنډولي دي. د دغه هیواد د یولس ملین ابادۍ له تناسب سره د کېسونو شمېرې زیاتې را روانې دي. د اکتوبر پر ۱۴مه په هیواد کې د کورونا وایرس تر نهه نیم زره زیات کېسونه ریکارډ شول. په مارچ کې په دغه هیواد کې د کورونا وایرس کېسونه ریکارډېدو پس سخت لاک ډاون عملي شو. خو بیا په اوړي کې په عملي شویو سختیو کې نرمي وشوه او په اګست ستمبر کې د زیاتو کېسونو د برسېره کېدو پس هم د حکومت حکمت عملي تېزه نه وه. په دغه هیواد کې د اکتوبر له څوارلسمې سکولونه، ریسټورانتونه، د ورزش ځایونه، شرابخانې او کلبونه د نومبر تر دریمې تړل شوي دي.

جرمني

د جرمني وزیراعظمې انګیلا مرکیل هم سختو ګامونو اخیستو باندې غور کوي چې د راپورونو له مخې ماسکونه اچول او په شخصي غونډو یا دستورو محدودیتونه لګول شامل دي. په جرمني کې د ورځې په حساب د کېسونو شمېره تر ۵۰۰۰ زیات ریکارډ شوی ده.

بلخوا د برتانیې وزیراعظم بورېس جانسن په داسې حال کې د سختو ګامونو حمایت نه کوي چې وزیران تر کرسمس مخکې د د دوو اونیو لپاره پوهنتونونه تړل غواړي.

امریکا

په امریکا کې د اکتوبر تر ۱۴مې ۴۷۰۰۰ نوي کېسونه ریکارډ شول. په دغه هیواد کې د اکتوبر تر ۱۵مې د کورونا وایرس کېسونو شمېره څه کم اته ملیونه وه. په دغه هېواد کې تر دوه لاکه ۱۶ زره زیات کسان له ناروغۍ مړه شوي دي خو تر ۳.۱ ملین زیات ترې رغیدلي هم دي.

XS
SM
MD
LG