د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان او جنوبي وزیرستان کې بریدونو ۲۱ تنه امنیتي اهلکاران وژلي


سره روغه کې د پاکستاني پوځ یو هېلیکوپټر کښته کېږي. ۲۰۰۹، ۱۷نومبر
سره روغه کې د پاکستاني پوځ یو هېلیکوپټر کښته کېږي. ۲۰۰۹، ۱۷نومبر

د اکتوبر پر ۱۵مه په بلوچستان او جنوبي وزیرستان کې په وسله والو بریدونو کې د پوځ، فرنټیېر کور او امنیتي ادارو څه نا څه ۲۱ تنه په دوو جلا جلا بریدونو کې وژل شوي دي.

د بلوچستان ساحلي ښارګوټي اورماړې سره پر لوی سړک د تېلو او ګېس ادارې او جي ډي سي پر کاروان په برید کې اووه سرحدي عسکراو اووه امنیتي اهلکاران وژل شوي دي. د ای اېس پي ار د بیان له مخې چې او جي ډي سي اېل د اهلکارانو د بدرګې دغه کاروان له ګوادره د کراچۍ پر لور روان وو چې د څو تر برید لاندې راغلل. په ځینو رسنیو کې د دغه برید پړه د براس په نامه یوې بلوڅ بېلتونپالې ډلې منلې. د ای اېس پي ار بیان وايي چې د بریدګرو د لټون په موخه یې د برید سیمه ټوله کلابنده کړې ده. وژل شوي دېری امنیتي اهلکاران د خیبر پښتونخوا سیمې دې.

بلخوا د جنوبي وزيرستان په شکتوی سيمه کې د اکتوبر پر ۱۵مه په ریموټ کنټرول ماین چاودونو کې اووه پوځيان وژل شوي دي.

د جنوبي وزیرستان د پوليسو مشر شوکت علي په چارشنبه مشال راډيو ته وويل چې يو پوځي ګاډی د شکتوی زېړ نری سيمه کې پر ګزمه وو چې ماين پر چاودېد، کله چې دوهم پوځي ګاډی د مرستې لپاره ورورسېد، نو دوهمه چادونه وشوه.

د ده په خبره په پېښه کې د پوځ يو کېپټن عمر چیمه په ګډون اووه عسکر وژل شوي دي.

د بريد ذمه وار وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان منلي ده. امنيتي ځواکونو په سيمه کې د لټون عمليات پيل کړي خو هېڅوک يې نه دي نيولي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:40 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په دغه سيمه کې د سېپټمبر په مياشت کې هم ماين چاودونو کې امنيتي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې وه. د هغه بريد ذمه واري هم وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

یاده دې وې چې په شکتوی کې د سېپټمبر پر ۳مه پر پوځيانو په برید کې د یوه لېفټینټ په ګډون درې پوځیان وژل شوی ول لو څلور سخت ژوبل شوي ول. د هغه برید زمه واري هم ټي ټي پي منلې وه.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG